د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو ۳۸ بریدونه شوي


دا مهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتېري میشت دي او هڅه کوي چې دغلته د داعش ډله بیا پورته کېدو ته پرې نږدي.
دا مهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتېري میشت دي او هڅه کوي چې دغلته د داعش ډله بیا پورته کېدو ته پرې نږدي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوشنبه نومبر شپږمه (لړم۱۵) وویل د تیرې اکتوبر میاشتې ۷ مې نیټې راهیسې په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو او توغندیو ۳۸ حملې شویدي.

پنټاګون ویلي چې شپږ بریدونه یوازې پدې تیرو دوو ورځو کې په امریکایي ځواکونو شوي او ملامتي یې په هغو ملیشو اچولې چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د وزارت چارواکي وایي چې اکثریت دا بریدونه د متحده ایالاتو د نظامي امکاناتو پر مټ شنډ شوي او یا هدف ته په رسیدو کې ناکام شوي او له همدې کبله ډیره مرګ ژوبله نلري او نه هم پکې هغو تاسیساتو ته ډیر زیان رسیدلی چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.

د پنټاګون ویاند برید جنرال پاټ رایډر ویلي چې پدې بریدونو کې ۴۶ امریکایي سرتیري ژوبل شوي.

جنرال رایډر د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا سرتیري دومره ندي ژوبل شوي چې ژوند یې په خطر کې وي.

هغه زیاته کړه چې ځیني سرتیري د "توغندیو ټوټو ټپي کړي، سرخوږی ورته پیدا شوی،د غوږونو پردې یې شلیدلي، غوږونو کې یې اوازونه پیدا شوي، یا یې ښینګرې اوښتي او داسې نور."

سره له دې چې دې امریکایي جنرال وویل، ځیني سرتیري چې د ډرون الوتکو په بریدونو کې برسیرن ټپي شوي و، تر یو څه درملنې وروسته بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې دوه سرتیري چې تر صدمې وروسته یې ډیر اختلال درلود، جرمني ته د درملنې لپاره استول شوي چې اوس یې وضعیت ښه ښودل شویدی.

د دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې په امریکایي ځواکونو ۱۶ ځله بریدونه وروسته تر هغه وشول چې امریکایي ځواکونو تیره اوونۍ د سوریې په ختیځ کې د وسلو یو مرکز وویشت.

پنټاګون ویلي چې د وسلو دې مرکز د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او ملګرو ډلو پورې اړه درلوده.

سره له دې چې واشنګټن په منځني ختیځ کې کافي سرتیري او پوځي ځواک لري، خو تر دې دمه یې د دې بریدونو په غبرګون کې یوازې په سوریه کې ایراني اهداف ویشتي او د دا ډول بریدونو د دوام په صورت کې، په منځني ختیځ کې د یوې بلې جګړې پیل کېدو په اړه اندېښنې ښودل شوې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن هم تیره اوونۍ د کانګرس یوې استماعیه غونډې کې پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، وویل که چیرته دا بریدونه بند نشي،امریکایي ځواکونه به ځواب ویلو ته اړ شي.

متحده ایالتونه ایران تورنوي چې په منځني ختيځ کې یې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونو ته زمینه برابره کړې ده. دا مهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتېري میشت دي او هڅه کوي چې دغلته د داعش ډله بیا پورته کېدو ته پرې نږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG