د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر د ملکي تلفاتو د کموالي په هدف د اصلاحاتو امر وکړ


 
 

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۸ (سلواغې ۸) د ملکي تلفاتو د کموالي په هدف د سمونو امر وکړ.

فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی، ښاغلي آسټن دا پریکړه وروسته له هغه وکړه چې له څو نظامي بریدونو وروسته د نه توجیه وړ ملکي تلفات رامنځ ته شول.

لویډ آسټن د دفاع وزارت رهبري ته په یوه طرزالعمل کې ویلي:"د ملکي افرادو خوندیتوب د امریکا د ملي ګټو د تامین په خاطر د ځواک له اغیزناکې، موثرې او پریکنده استفادې سره تړاو لري. دا یو ستراتیژیک او اخلاقي ضرورت دی."

آسټن د پنټاګون چارواکو ته ۹۰ ورځې ورځت ورکړی څو یو پلان جوړ کړي چې څنګه د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او یا هم حد اقل کم شي.

نوموړي زیاته کړه، تجاربو په افغانستان او عراق کې دا فرصت رامنځ ته کړی چې په اساسي ډول ملکي کسانو ته د تلفاتو د مخنیوي لارې چارې زده شي.

دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې څو پيښو د پنټاګون په اړه بې باورۍ زیاتې کړې.

وروستی مورد د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۲۹ نیټه له افغانستان څخه د امریکا د شل کلن حضور په وروستیو ساعتونو کې د امریکا د ډرون په یوه برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول.

له دې مخکې نیویارک ټایمز راپور ورکړ وو چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د اسلامي‌ دولت یا داعش پر ضد د جګړې په وروستیو ورځو کې د امریکا په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۷۰ کسان ووژل شول.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې امریکایي پوځیانو په دې اړه د څیړنو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG