د لاس رسي وړ اتصالات

په بګرام کې د ناټو ځواکونو په کاروان ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په پروان کې چارواکي وايي یو ځانمرګي د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په کاروان برید کړی دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې په برید کې د دوی یو شمېر سرتېري او ولسي خلک ژوبل شوي دي. د دوی اعلامیه وايي چې ژوبل شوي سرتېرې بګرام هوايي اډې ته د درملني لپاره استول شوي او وضعیت یې ښه دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندان جنرال محمد زمان مموزي امریکا غږ اشنا ته وویل چې بریدګر د بګرام ولسوالۍ په قلعه نصرو کې خپل موټر د بهرنیو ځواکونو له کاروان سره وجنګوه.

نوموړي وویل د ابتدايي معلوماتو له مخې په دغه برید کې درې ملکي وګړي ژوبل شوي دي. د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي شاید په برید کې بهرنیو ځواکونو ته هم تلفات اووښتي وي.

هغه وویل له برید وروسته د بهرنیو ځواکونو هیلکوپترونه راغلل او په سیمه کې ښکته شول چې ممکن "خپل زخمیان او وژل شوي یې" انتقال کړي وي. مګر تراوسه د قاطع ملاتړ ماموریت په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د برید مسولیت اخیستی دی. د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په برید کې یې یو شمېر بهرني ځواکونه وژلي او ژوبل کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ ( سپتمبر۶) د بګرام هوايي ډګر مخې کې په یو ځانمرګي برید کې یو افغان ژباړن ووژل شو، شپږ بهرنیان او څلور افغان ملکیان ژوبل شول.

This item is part of
XS
SM
MD
LG