د لاس رسي وړ اتصالات

استن په کیف کې د اوکراین مشرانو ته د امریکا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ استن په کیف کې د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف سره.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ استن په کیف کې د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف سره.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ استن د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) کیف ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې له اوکراین څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ ترڅو د هغو اندیښنو مخه ونیسي چې کیدای شي اوکراین د خپل لوی متحد ملاتړ له لاسه ورکړي.

متحده ایالاتو پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې کیف ته لږ تر لږه ۴۰ میلیارد ډالر امنیتي مرستې چمتو کړي او ژمنه یې کړې چې "تر هغه وخته چې ورته اړتیا وي" د کیف ملاتړ به کوي. خو د امریکا په کانګرس کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو مخالفت د کیف سره د امریکا د مرستو د راتلونکي په اړه شکونه راپورته کړي دي.

استن په کیف کې د متحده ایالاتو سفارت ته لاړ ترڅو د ډیپلوماتانو او د دفاع وزارت پرسونل سره وګوري. هغه د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په کتنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی چې د متحده ایالاتو ملاتړ به له لاسه ورنکړي.

استن زیلینسکي ته وویل: "هغه پیغام چې نن ما تاسو ته راوړی، ښاغلی ولسمشر، دا دی چې د امریکا متحده ایالات له تاسو سره دي. موږ به د اوږدې مودې لپاره ستاسو سره پاتې شو."

استن زیاته کړه: "دلته په اوکراین کې څه پیښیږي، دا نه یوازې د اوکراین لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره اهمیت لري. دا یقینا د امریکا متحده ایالاتو ته اهمیت لري."

پر اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري کې د یرغل د پیل راهیسې، دا کیف ته د پنټاګون د مشر دوهم سفر دی.

متحده ایالات تر اوسه د پوځي مرستو په برخه کې د اوکراین ترټولو لوی تمویل کونکی دی، او په داسې حال کې چې اوکراین د جګړې دوهم ژمي ته چمتووالی نیسي، د امریکا د مرستو کمېدل د اوکراین دپاره لوی ګوزار بلل شوی دی.

استن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اکتوبر په میاشت کې د کانګرس له غړو څخه وغوښتل چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. د متحده ایاالتو د دفاع وزیر وویل چې "زموږ له ملاتړ پرته، [د روسیې ولسمشر ولادیمیر] پوتین به بریالی وي."

خو د کانګرس ځینې جمهوري غوښتونکي غړي د مرستو له دوام سره مخالفت کوي، او تیره اونۍ د امریکا د حکومت په تصویب شوې موقتي بودجه کې د اوکراین سره د حکومت له لورې پیشنهاد شوې مرسته نه وه شامله.

سره له دې، د متحده ایالاتو یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي خبریالانو ته وویل چې "موږ باور لرو چې کانګرس به دا ملاتړ چمتو کړي، او موږ د دې قناعت پر بنسټ پلان جوړوو."

اوکراین ته د مرستو 'کوچنۍ کڅوړې'

خو چارواکو ویلي چې تر دې مهاله له اوکراین سره د متحده ایالاتو مرستې نه دي ځنډول شوي او د تیرو ژمنو سره سم د مرستو برابرولو لړۍ دوام لري.

د پنټاګون مطبوعاتو مرستیالې سبرینا سینګ د دې میاشتې په پیل کې وویل چې د مرستې کڅوړې "کمیږي ځکه چې موږ باید د اوکراین لپاره خپل ملاتړ اندازه کړو."

د دوامدارې مرستې لپاره د متحده ایالاتو د کورني سیاسي مخالفت سربیره، د اسرائیل او حماس شخړې او په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو باندې په بریدونو کې زیاتوالي، د نړیوالو پام له اوکراین څخه لیرې کړی دی.

متحده ایالات ټینګار کوي چې کولای شي دواړو هیوادونو ته مرستې برابرې کړي او همدارنګه یې د اوکراین لپاره د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو غږ کړی دی.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته، د کیف د ملاتړ په خاطر د امریکا په مشرۍ یو ایتلاف جوړ شو ترڅو کیف ته د لسګونو هیوادونو پوځي او نورې مرستې همغږې کړي.

د اوکراین ملاتړو د کیف سرتیرو ته روزنه هم ورکړې، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او نورو هیوادونو پر روسیې سخت بندیزونه لګولي، چې په هغو کې مالي بنسټونه، د ټیکنالوژۍ واردات او د انرژۍ صادرات شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG