د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د اسرائیل او اوکراین سره مرسته د امریکا د امنیت لپاره حیاتي ده


جوبایډن له اسرائیل څخه له راتګ وروسته خپل ولس ته وینا وکړه.
جوبایډن له اسرائیل څخه له راتګ وروسته خپل ولس ته وینا وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر اسرائيل ته له خپل سفر وروسته خپل ولس ته په وینا کې وویل چې په روانو جګړو کې د اسرائیل او اوکراین کامیابي "د امریکا د ملي‌امنیت لپاره" مهمه او حیاتي ده.

بایډن د پنجشنبې په ماسختن اکتوبر۱۹ (تلې۲۷) د واشنګټن په وخت په اتو بجو وینا وکړه. هغه وویل: "حماس او پوتین مختلف ګواښونه پېښوي... دوی دواړه غواړي په خپل ګاونډ کې دموکراسي له ستوني تېره کړي."

نوموړي د اوکراین او اسرائيل سره د امریکا د مرستو د یادونې ترڅنګ وویل چې کانګرس ته به ژر د مرستو یو عاجل وړاندیز واستوي، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارد ډالر کېږي. په دغه وړاندیز کې، چې جزیات به یې د جمعې به ورځ په ډاګه شي، له اوکراین، اسرائیل، حماس او تایوان سره مالي مرسته، بشري مرسته او د سرحدونو د مدیریت لپاره پېسې شاملې وي.

نوموړی هیله لري چې دا ټول مسائیل به وکولای شي چې د کانګرس د تائید لپاره یو سیاسي ضروري ایتلاف رامنځته کړي.

هغه د حماس په ضد جګړې کې له اسرائيل سره د امریکا د مرستو خبره بیا تکرار کړې وه او د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره یې په بشري مرستو ټېنګار کړی و.

سپینه ماڼۍ وايي چې تر دغو خبرو مخکې ولسمشر بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره هم خبرې کړې او هغه ته یې ویلي وو چې واشنګټن به یې تر څنګ ولاړ وي.

بایدن له اوکراین سره د مرستو خبره داسې مهال کوي چې د استازو په خونې کې د نوي مشر د ټاکلو ستونزه حل شوې نه ده. شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د استازو د خونې مشر کوین مککارتي له دندې څخه لېرې کړل شو، هغه د فدرال حکومت د بندیدو د مخنیوي لپاره د بودیجې په تصویب کې د سپینې ماڼۍ وړاندیز تائید کړی و.

د کانګرس محافظه کار غړي نغواړي چې اوکراین ته نورې وسلې استول شي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه نژدې دوه کلنه کېږي. امریکا تر بل هر هېواد له اوکراین سره زیاتې پوځي او بشري مرستې کړي دي.

جو بایډن وویل که له اوکراین سره مرسته ونشي، روسیه به خپل یرغل یوازې په اوکراین پورې محدود ونه ساتي او نورو هېوادونو ته به یې هم وغځوي. روسیې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۴ نېته په اوکراین یرغل پیل کړی دی.

ولسمشر بایډن همدغه راز وویل چې دا اطمینان به ترلاسه کړي چې اسرائیل هر څه ته ضرورت لري، ترلاسه یې کړي. حماس څو ورځې مخکې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل او د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ۱۹۹ نور یې ژوندي ونیول، چې یو شمېر امریکایان دي.

اسرائيل د غچ اخیستو په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۰۰۰کسان وژل شوي دي.‌ اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي او اسرائیل ځمکنیو عملیاتو ته چمتوالی نیسي.

د ولسمشر بایډن پوره وینا دلته کتلای شی:

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG