د پنټاگان چارواکي وایي چې پنټاگان په خپل لمړني تفتیش کې پاتې راغلی دی او وایي چې د اسنادو د گډوډۍ په سمولو کې به کلونه ولگي
په دغه تفتسش کې چې پکې ١٢٠٠ مفتشینو برخه واخیسته، د پنټاگان د مالیې، په مختلفو برخو د مصارفو او د وسلو د نظام په اړه یې پلټنې ترسره کړی.
مفتشینو برسیره پر دې د پوځیانو او د شتمنیو په اړه یې هم تفتیش کړی دی.
د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال پیټرک شناهن وویل "مونږ په تفتیش کې بریالي نه شو خو مونږ د کامیابۍ تمه هم نه کوله."
د امریکا د دفاع د وزارت د ٢٠١٨ د مالي کال بودیجه ٧٠٠ ملیارده ډالره وه چې دغه د سپتمبر د میاشتې پورې وي. تر اوسه پورې لا دا نده معلومه چې په تفتیش کې د ناکامۍ اغیز به څه وي خو چارواکي او کارپوهان وایي چې د تفتیش په غلطیو د سمولو کار به کلونه وخت واخلي.
د امریکا فیډارلي قانون په ١٩٩٠ کې امر کړی و چې د حکومت د ادارو تفتیش دې وشي خو پنټاگان تر اوسه پورې دغه کار نه و کړی.