د امریکا د دفاع وزارت وایي د خپل ویب سایټ نه یې لس ګونه زره انځورونه او ویډیوګانې په موقتي توګه لیرې کړي چې هغه افغانان پکې ښودل کیدل چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی او د خطر سره مخ بلل شویدي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې د اګست د میاشتې راهیسې او د افغانستان نه د تخلیې د بهیر پر وخت هغه انځورنه د پنټاګون د ویب سایټ نه لیرې شول چې د خطر سره مخ افغانانو مخونه او یا د هغوي مشخصات پکې ښکاره کیدل.
ښاغلي کربي ویلي هر وخت چې خوندي وبلل شي، دغه انځورونه به بیرته د پنټاګان په ویب سایټ کې واچول شي.
د دفاع وزارت ویاند وویل چې د وزارت د بصري معلوماتو د ویش خدماتو د څانګې څخه ۱۲۴ زره انځورونه او ۱۷ زره ویډیوګانې لیرې او آرشیف شویدي.
د پنټاګون ویاند وویل چې د دې محتویاتو لیرې کول او آرشیف کول یو ستر کار و او شاوخوا ۲ میاشتې وخت یې ونیوه او زیاته یې کړه چې لا هم دا کار بشپړ شوی ندی.
هغه وویل، " مونږ دا کار د خوار احتیاط او د دې کسانو او د هغوي د کورنیو په هکله د خپل مکلفیت او درناوي له مخې وکړ او په سم وخت کې چې منساب وبلل شي، دا انځورنه به بیرته خپاره کړو".
جان کربي وویل چې دا پریکړه د متحده ایالاتو د حکومت د اندیښنو له مخې شوې چې داسې نشي طالبان چې د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته رسیدلې د هغو افغانانو پسې د غچ اخیستنې اقدام وکړي چې په تیرو شلو کالونو کې یې د امریکا سره په افغانستان کې مرسته کړې.
خو طالبانو د روان کال د جولای په میاشت کې او پنځه ورځې وړاندې تر دې چې کابل ونیسي، په یوې اعلامیې کې د هغو افغانانو څخه چې په تیرو شلو کالونو کې یې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو سره مرسته کړې وه غوښتي و چې د افغانستان څخه دې نه اوځي او خپل عادې ژوند ته دې ادامه ورکړي.
د طالبانو پدې اعلامې کې ویل شوي و، "دا کسان دي د خپل ماضي په خاطر پښیمانه شي او په راتلونکې کې دې داسې عمل نکوي". دا ټینګار هم پکې شوی و چې طالبان ددې کسانو سره کار نلري او هغوي ته به کوم خطر نه پیښیږي.
د دې تر څنګ د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب څه موده وړاندې په یو غږیز پیغام کېد طالبانو ټولو غړو ته ویلي و چې د طالبانو د مشر د بښنې فرمان عمومي دی او د هغه په وینا" هیڅوک حق نلري چې دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او ددې فرمان خلاف شخصي انتقام واخلي. "
خو ها خوا بیا د بشري حقونو فعالینو ویلي چې د طالبانو وسله وال د هیواد په ځینو برخو کې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي زوروي.