د لاس رسي وړ اتصالات

مارک اسپر: پوځي عدالت چمتو دی له سرتېرو سره حساب او کتاب وکړي


د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځي عدلي سیستم د سرتیرو سره د حساب کتاب وړتیا لري.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ دوه ورځې مخکې دوه امریکایي سرتیري چې په افغانستان کې په جنگي جرمونو تورن شوي وو وبخښل.

د امریکا جمهور رئیس همداشان د امریکا د سمندري ځواکونو د یو بلوک د قوماندان د رتبې د تنزیل پریکړه مسترد کړه چې په عراق کې په ناوړه اقداماتو تورن شوی و.

د امریکا د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ نومبر ١٧ (لړم ١٦) د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان او عراق کې په جنگي جرمونو د تورن شویو امریکایي پوځیانو د بخښنې وروسته څنگه کولای شي دغو هیوادونو ته ډاډگیرنه ورکړي وویل: "مونږ یو ډیر موثر پوځي عدلي سیستم لرو. زه پر پوځي عدلي سیستم باندې باور لرم".

منتقدینو ویلي دي چې د جمهور رئیس ټرمپ له لورې د پوځیانو بخښنه د امریکا پوځي عدلي سیستم تر پوښتنې لاندې راوړی او دا پیغام لیږدوي چې د جگړې د جبهې بې رحمۍ د زغم وړ دي.

د میتو ګلستون په نوم د امریکا د ځانگړو ځواکونو سرتیری په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د یو مشکوک بم جوړونکي افغان په وژلو تورن شوی و. او د کلینت لورانس په نوم بل امریکايي سرتېری په ۲۰۱۲ میلادي کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال پر درې افغانانو باندې د ډزو امر کړی و، چې دوه تنه یې وژل شوي وو.

کلینت لورانس د یادې پېښې په تور په ۱۹کاله بند محکوم شوی و، چې شپږ کاله یې په بند کې تېر کړل.

دغه دواړه سرتیري د جمهور رئیس ټرمپ له لورې وبخښل شول.

XS
SM
MD
LG