د لاس رسي وړ اتصالات

قهرېدلو قبایلو د حکومت پلوي طالب مشر کور وسوځوه


سیمه ییزو طالبانو یو وزیری ځوان وژلی و
سیمه ییزو طالبانو یو وزیری ځوان وژلی و

په اسلام اباد کې پولیس وايي د خیبرپښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې زرګونه قهریدلو خلکو د مليشو د یو حکومت-پلوي مشر پر کور او دفتر برید کړی دی.

د طالبانو دغه قومندان قومندان شیر محمد نومیږي چې څو ورځې مخکې یې له خپلو نورو کسانو سره یو ځای یو قبایلي وزیری ځوان وژلی و.

د پولیسو یو چارواکي عطا الله خان اسوشیتډپرس ته وویل چې زرګونه قبایلي ځوانان د مليشو د دغه مشر د نیولو لپاره ورغلي وو چې بیا یې د هغه دفتر، کور او دوه ګاډي وسوځول.

نوموړي وویل چې سیمې ته د پوځ له رسېدو وروسته حالت کابو شو. د پاکستان حکومت په قبایلو کې وسله والې ډلې او ملېشې ساتي او ننګه یې کوي، دیره اسماعیل د وزیرستان دروازه بلل کیږي.

د امریکا غږ د ډیوې څانګه وايي پولیسو ویلي دي چې ځايي پاڅون کوونکو قانون په خپل لاس کې اخیستی چې ورسره به حساب او کتاب وشي.

احتجاج کوونکو د سه شنبې په ورځ (فبروي۶) وشوه چې" د وزیر بیټني، محسود،ګنډا پور او کنډي قبیلی په سونو زلمي او مشران د ډیره اسماعیل خان شیخ یوسف سیمه کې دحکومت پلوه طالبانو په دفترونو ورختلي او اور یې ورته کړی."

وایي دطالبانو په ضد دغه قومي پاڅون وروسته له هغې شوی چې دوه ورځې مخکي دغو طالبانو د ګومل پوهنتون د قانون دڅانګې یو وزیر محصل وواژه.

قبایلو په دغې پېښې کې د لسو تورنو کسانو په ضد عریضه کړې وه او سه شنبه یې وروستۍ ورځ ټاکلې وه، چې باید هغوی سره قانوني چلند وشي چې ونشول.

د ډیوې راپور دا هم وايي چې د "حکومت پلوه طالبانو د دفترو څخه وسلې، مخدره مواد او د ګاډو جعلي نمبر پلیټې" هم ترلاسه شوي دي.

خو د خلکو د یرغل پر مهال طالبان له سیمې تښتېدلي وو. کابل په وار وار اسلام اباد د وسله والو طالبانو په ننګې او ملاتړ تورن کړی دی، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ تېرکال د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان یې فشار راوړ چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو مرکزونه وتړي.

XS
SM
MD
LG