د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د نورستان خلک د خوړو او روغتیايي خدمتونو سخت کمښت سره مخ دي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام سره په ګډه څو ورځني بشري عملیات پیل کړيدي چې موخه یې د نورستان ولایت په ختیځ کې هغو سیمو ته د بیړنیو مرستو رسول دي چې تر دې وړاندې ورته لاسرسی ډېر ستونزمن و.

په یادو سیمو کې د روانو وسله‌والو نښتو له امله زرګونه خلک له شپږو اوونیو راهیسې له بنسټیزو اړتیاوو او حیاتي خدمتونو بې برخې پاتې شوي دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي په کامدېش او برگمټال ولسوالیو کې، د تېرو دوو میاشتو ناامنیو او محدود لاسرسي له امله، نږدې ۱۳۶ زره وګړي، چې شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ جوړوي، د خوړو، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

د اپرېل د پیل راهیسې، یادو بنسټونو د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو سره پرله‌پسې خبرې کړې دي، څو داسې شرایط برابر شي چې بې‌طرفه بشري ادارې وکړای شي دغو سیمو ته خوندي او له کوم خنډ او ځنډه پرته لاسرسی پیدا کړي.

د دغو هڅو په پایله کې، اوس اغېزمنو سیمو ته د مرستو رسونه پیل شوې ده. د مرستو د لومړنۍ جوپې تمرکز پر خوراکي توکو، درملو او نورو ضروري مرستندویو موادو دی.

دغه مرستندویه اداره وایي د نورستان د لارو په پرانیستل کېدو سره، بازارونه ورو ورو بېرته عادي حالت ته ستنېږي او د ناروغانو د طبي لېږد بهیر هم بیا پیل شوی دی.

ددې ادارې په قول بشري بنسټونه د ځايي خلکو له استازو سره نږدې همکاري کوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې د خلکو له بیړنیو اړتیاوو سره سمې برابرې شي. لومړنۍ ارزونې ښيي چې د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او بنسټیز عامه خدمات لا هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام په شمول بشري بنسټونه ټینګار کوي چې خپل فعالیتونه به د بې‌طرفۍ، خپلواکۍ او ناپېیلتیا د اصولو پر بنسټ پرمخ وړي، او له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د زیان‌منو خلکو لپاره د خوندي، دوامداره او بې‌خنډه لاسرسي په برابرولو کې لازم ملاتړ ته مټې ونغاړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG