د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په یو وسله وال برید کې اته تنه په ډزو وېشتل شوي- پولیس 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د فلورېډا په ایالت کې د پولیسو مقامات وايي چې د مارتن لوتر کېنګ د یاد نمانځلو په مراسمو کې ډزې شوې او اته تنه ژوبل شوي چې د یو حالت یې خراب دی.

د امریکا سیمه ایزو رسنیو د دغه ایالت اس.ټي لوسي ولسوالۍ د پولیسو د مشر په حواله لیکلي دي چې د «فورټ پیرس» په سیمه کې په ډزو کې اته تنه ژوبل شوي.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) په یو پارک کې په ځایي‌ وخت د ماښام په ۵:۲۰ پېښه شوې ده. د پولیس مقاماتو په وینا دغلته شاوخوا ۱۰۰۰ تنه د مارتن لوتر کېنګ د موټرو نندارتون او کورنۍ تفریح لپاره راټول شوي وو.

مارتن لوتر کېنګ د امریکا د متحدو ایالتونو یو مدني مبارز و چې په امریکا کې یې د تور پوستو د حقونو لپاره ډېره مبارزه کړې ده او هر کال یې تلین په یو لړ مراسمو کې نمانځل کېږي.

د اس.ټي لوسي د پولیسو مرستیال براین هیسټر ویلي دي: «یو شمېر خلک وېشتل شوي دي. زموږ د ابتدايي تحقیقاتو په اساس داسې ښکاري چې دوو ډلو شخړه کړې او د شخړې د حل لپاره یې ټوپک ته مخه کړې ده.»

پولیس وايي چې د یو ماشوم په ګډون پنځه زخمیان داسې ژوبل شوي نه دي چې ژوند ته یې خطر وي.

نوموړي وویل چې هلته خلک ډېر وو او له ډزو وروسته هرې خوا ته یې منډې کړې او «ډېر بې ګناه خلک چې زخمیان شوي او خوږ شوي‌ دي، په دې شخړې کې دخیل نه وو.»

په امریکا کې د قانون په اساس خلک کولای شي چې وسلې ولري او دا مسئله د سیاستوالو ترمنځ یو بحث او جنجال دی. وخت ناوخت د امریکا په ځینو سیمو کې د وسله والو بریدونو پېښې رامنځ‌ ته کېږي.

په یوې تازه پېښه کې د کالفورنیا ایالت پولیس وايي چې په یو کور کې دننه د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې یوه ۱۷ کلنه مور او شپږ میاشتنی ماشوم یې هم په کې شامل دي.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) د کالیفورنیا په مرکز د ګوشین په نامه سیمه کې شوې ده. پولیس مقامات وايي چې د دوو مشکوکو کسانو لټون کوي.

XS
SM
MD
LG