په افغانستان کې د امریکا او ناټو قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس چې د کار موده یې پوره شویده، مخکې له دې نه چې د سي آی اې د نوي رئیس په توګه دنده پیل کړي، د جولای په څلورمه یې په عسکري یونیفارم کې د عسکرو سلامي واخیستله.
پیټریس پرون په کندهار کې د امریکا د خپلواکی د ٢٣٥ مې کلیزې د مراسمو پر وخت عسکرو ته وویل، د دوی اعمال د وطن دوستی څرګنده نخښه وه. لیکن ده خبردارﺉ ورکړ چې په افغانستان کې لا ډیر کار په مخکې پروت دی چې باید سرته ورسول شي.
پیټریس وویل: "یو ځل بیا او تل مرام دادی کله چې جنوب لویدیځ او جنوب ټینگ کړو، دغه امکانات به ختیځ ته متوجه کړای شي چې دفاعي چارې لکه ویلي مو چې دي دومره پراخې کړای شو چې په څرگنده توگه په قبائیلي سیمو کې له پټ ځایونو په خاصه توگه په شمالي وزیرستان کې، په ټوله سیمه کې د کابل تر دروازې پورې امنیت ټینگ شي."
د جنرال پیټریس ځای به د جولای په ۱۸مه د امریکا د خاصو قواوو ډګر جنرال جان الن ونیسي.
لادرکه برتانوی عسکر
ناټو پرون د دوشنبې په ورځ وویل، دوه عسکر یې وژل شویدي چې یو یې په ختیځ کې د بم په چاودنه کې او بل یې په جنوب کې د یاغیانو په حمله کې.
د بریتانې د هغه عسکر مړی پیدا شوی دی چې پرون د دوشنبې په ورځ لا درکه شوی و.
د دفاع وزارت وویل، د پراخه پلټنې نه وروسته ددغه عسکر مړی پیدا شو مګر زیاته یې کړه چې ددغه عسکر د وژل کیدو اصلی سبب ندی معلوم.
ناټو او د بریتانیې چارواکي وایې، دغه عسکر په هلمند کې وظیفه سرته رسوله او پرون د دوشنبی په سهار لا درکه شوی و.
د طالبانو یوه ویاند ادعا کړې چې دغه عسکر یې له تښتولو وروسته وواژه. لیکن دغه ډله په منظمه توګه پخپلو ادعاګانو کې له مبالغې نه کار اخلي.
د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون پرون د دوشنبی په ورځ افغانستان ته په داسې حال کې ناڅاپه سفر وکړ چې بین المللي قواوې د بریتانیې په لا درکه شوي عسکر پسې ګرځیدلې.
ښاغلی کامرون په هلمند کې د برتانوي عسکر کمپ بیشن ته ورسید. ټاکل شوې وه چې له هغه ځایه لښګرګاه ته ولاړ شي خو د لادرکه شوي عسکر د موندنې په عملیاتو کې د ټولو هلیکوترونو د مصروفیت له آمله یې دغه سفر فسخ کړ.
کامرون وویل:"دا واقعا د خپگان وړ پیښه ده او ټوله ورځ زما اندیښنه له دې ځوان سره وه او غوښتل مې له اردو سره د هغه په موندلو کې هر ډول مرسته وکړم. په همدې خاطر کله چې زه هلته لاړم ما وویل زما په هکله چې د هلمند دوره وکړم، له قواندانانو او نورو سره وگورم اندیښنه مه لرئ، بلکې خپله ټوله پاملرنه دې شخص ته واړوئ."
بریتانیه په افغانستان کې تقریبا ٩٥٠٠ عسکر لري.
دا په دغه هیواد کې د شمیر په لحاظ په دویمه درجه کې راځي.
د بریتانیې اکثره عسکر د هلمند په ولایت کې دېره دي.
توقع ده چې کامرون به ډیر ژر په افغانستان کې د عسکرو د کمولو په باره کې اعلان وکړي.
په عیني حال کې ناټو پرون د دوشنبی په ورځ وویل، د افغانستان په ختیځ کې یې یو عسکر دبم په چاودنه کې ووژل شو.
د ناټو یوعسکر د حکومت له وسله والو مخالفینو سره یرغمل دی. ۲۵ کلن امریکایې سرتیری بووي برګدل د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کې د پکتیکا په ولایت کې لادرکه شوی و.