د لاس رسي وړ اتصالات

اکثریت مسلمانان له داعش کرکه کوي – پیو


د پیو د نظرپوښتنې چارټ
د پیو د نظرپوښتنې چارټ

په لبنان کې نږدې ټول خلک، مسلمانان او مسیحیان، د داعش مخالفه دي خو پاکستان کې ۹ سلنه خلک لدغې ډلې ملاتړ کوي.

د پیو څیړنیز سازمان د یوې نوې سروې له مخې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مسلمانان د اسلامي دولت ډلې (داعش) په اړه منفي نظر لري.

د پنجشنبې په ورځ د خپرې شوې سروې پایلې ښيي چې په لبنان کې په سلو کې سل خلک له داعش نه کرکه کوي. په لسو نورو هیوادونو کې هم چې پکښې ګڼ شمیر مسلمانان اوسیږي، عام خلک د داعش په هکله مثبت اند نلري.

په عمومي ډول په پاکستان کې د نورو هیوادونو په پرتله لږ شمیر خلک له داعش نه کرکه لري. د پیو د موندنو پر بنسټ یوازې ۲۸ سلنه پاکستانیان د داعش مخالفه نظر لري، ۶۲ سلنه پدې اړه هیڅ نظر نه ورکوي او ۹ سلنه بیا د دې ترهګرې ډلې په اړه مثبت اند لري.

د پیو نظر پوښتنه په تیر پسرلي کې په لبنان، اردن، فلسطین، اندونیزیا، ترکیې، اسراییلو، نایجریا، بورکینا فاسو، مالیزیا، سینیګال او پاکستان کې ترسره شوه.

دا سروې پداسې حال کې خپریږي چې د پاریس تر بریدونو وروسته د اسلام او ترهګرۍ په هکله ګنګوسو په نړیواله کچه بیا زور اخیستی.

که څه هم داعش د اسلامي خلافت تر نامه لاندې په پاریس او ګڼو نورو ښارونو کې د عامو خلکو په پراخو وژنو لاس پورې کړې خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو د داعش کړنې غندلي دي.

XS
SM
MD
LG