د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپینیان راتلونکې ته هیله من دي


د تکلوبان ښار هوایي ډگر کې توپان ځپلي د مرستو په انتظار
د تکلوبان ښار هوایي ډگر کې توپان ځپلي د مرستو په انتظار

فلیپینیانو د توپان نه وروسته په لومړۍ یکشنبې په کلیساگانو کې درې زره وژل شویو کسانو ته دعاوې وکړې. د نړیوالو خیریه مرستو لړی هم دوام لري.

په کلیسا کې یوه فلیپینۍ میرمن وایي: " ددې ټولو سختیو او دردونو سره چې ډیر خپلوان مو له منځه تللي دي، کورونو نلرو او د تکلیفو ورځې تیروو، خو په هر حال د خدای شکر ادا کوو چې مونږ ېې وژغورلو."

زرگونو کیلومتره لرې، په هانگ کانگ کې یو شمیر مسیحي فلیپینیان په یوه کلیسا کې راغونډ شوي وو او د توپان ځپلو سره د مرستې راټولولو کمپاین وکړ، خو د لارو د خرابیدو له امله توپان ځپلو ته رسیدل اسان کار نه دی.

د فلپیپین په حکومت نیوکه کیږي چې د مرستو په رسولو کې ناغیړي کړې او که همدا حالت دوام وکړي په توپان ځپلو سیمو کې یو بل جدي ناورین پیل شي. جمهور رئیس بیناینو اکینو وایي ټول باید لاس په کار شي.

" زه بیا هم په دې ټینگار کوم چې حکومت هر ډول امکانات لري. اته ویشت هیوادونه په دې عملیاتو کې زموږ سره همکاري کوي. موږ بیرته په پښو دریدلی شو، خو ښه به دا وي چې ټول یو بل ته لاسونه ورکړو. "

امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو، توپان ځپلو ته خوراکي مواد، د څښاک اوبه او دارو درمل رسوي. د فلیپین توپان ځپلو ته نن یکشنبې له نیوزیلنډ، سویډن او استرالیا مرستندویه الوتکې رسیدلې دي او د بریتانیه شپږمه باربرۍ الوتکه هم ورسیده.

فلیپینیان راتلونکې ته خوشبین دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په فلیپین کې د بریتانیې سفیر اصف احمد وایي، بریتانیې پنځه اتیا میلیونه ډالر مرستې کړې دي. او دغه پیسې به د عاجلو مرستو په خوا کې، د توپان ځپلو سیمو په اوږمهاله بیارغونې هم ولگیږي چې د فلیپین خلک له دې طبعي افت له اغیزو راووځي.
XS
SM
MD
LG