د لاس رسي وړ اتصالات

فلپین وايي امریکا ته نوې پوځي اډې ورکوي


فلپین او امریکا دوه متحدین
فلپین او امریکا دوه متحدین

د فلپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیر وايي چې په خپل هېواد کې به د امریکا د پوځ لپاره څلور نوې اډې ژر مشخصې او ښکاره کړي.

ولسمشر فردیناند نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري دویمه) خبریالانو ته وویل چې ځینې پوځي اډې به د فلپین په شمال او جنوب کې او ځینې به یې د پالوان په لویدیځ ایالت کې وي.

نوموړي وویل چې د نویو پوځي اډو په مشخص کېدو سره به یې د هېواد د لوزون د لوی ټاپو د ساحلي کرښې په ګډون د ختیځ ساحل دفاعي وړتیا زیاته شي. د فلپین د لوزون ټاپو تایوان ته، چې چین یې د مالکیت ادعا لري، نژدې دی.

د څلورو نویو پوځي اډو مشخص کول د «دفاعي همکارۍ د غښتلتیا تړون» یوه برخه ده، چې په ۲۰۱۴ کې لاسلیک شو. امریکا په فلپین کې پنځه نورې پوځې اډې هم لري.

فلپین او متحده ایالتونه پخواني ایتلافیان دي او دفاعي همکاري یې داسې مهال زیاتېږي چې دواړه غواړي په جدي توګه د تایوان په اړه د چین د زیاتېدونکي تمایل او د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ د فعالیتونو مخه ونیسي.

بیجینګ واشنګټن تورن کړی دی چې په فلپین کې د خپل پوځي حضور په زیاتولو سره «سیمه ایزه سوله او ثبات» له خطر سره مخامخ کوي.

د نویو پوځي اډو په اړه په فلپین کې هم ځینې مقامات خوښ نه دي، دوی فکر کوي چې ممکن په دې کار سره فلپین د تایوان په سر د چین او امریکا ترمنځ د پوځي شخړې میدان شي.

خو د فلپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیز وویل چې له چارواکو سره یې د نویو اډو په ارزښت خبرې کړي او دا چې ولې دا اډې یې «د ولایتونو لپاره ښې او مهمې» دي.

د راپور ځینې معلومات د اسوشیتډپرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG