د لاس رسي وړ اتصالات

په فلپین کې سمندري توپان یو میلیون کسان بې کوره کړل


په فلپین کې د توفان له کبله یو ملیون کسان بی کوره شوي دي.
په فلپین کې د توفان له کبله یو ملیون کسان بی کوره شوي دي.

دغه توفان لومړی د فلپین ختیځې سیمې په داسی حال کې وځپلې چی د بادونو سرعت یې په ېو ساعت کې دوه سوه لس کلیومترو ته رسیده. په ټوله توفان ځپلې سیمه کې بریښنا شلیدلې او سړکونه هم د نړیدلو ونو له کبله تړلي دي.

ېوې فیلپینۍ ښځې یو خبریال ته وویل «هر څه برباد شول. توفان لدې سیمې تیر شوی او ما وغوښتل چې بیرته راشم او وران کور مې بیا ورغوم.»

سمندرته نږدې سیمو څخه د یو ملیونو څخه زیات کسان موقتي پناه ځایونو ته انتقال شول خو اوس مهال د وخت په تیریدو دا سیمې هم ورو ورو خوندی ندی.

یو توفان ځپلی وایي «دلته یی خورا ډېر زیان اړولی. اکثر کورونه ویجاړ شوي تیره شپه هم سیلاب راغی؟ دومره لوړ چې اوبه مې تر ملا پورې ورسیدې».

د هوا پیژندنې د چارو کارپوهان وايي دا توفان ښایی دری ورځی وخت ونیسي چې د فلپین د مرکزي برخې څخه تیر شي.

تلما اکونا د سیمې توفان ځپلې وايي «دا لویه ستونزه ده. چیرته به ژوند کوو اوس؟ مونږ اول یوه پناه ځای ته لاړو . که دا خیمه هم ونلرو نو چیری به شپې ورځی سبا کوو؟»

پوځ هم د تیارسۍ په حالت کې دی څو د لویو ستونزو پر وخت عاجلو مرستو ته په وخت ځان ورسوی. تر اوسه پورې پدې طوفان کې د ځانی تلفاتو رپوټ ندی ورکړ شوی.

د هوا پېژندنی د چارو کارپوهان وایی د هگیو پیت په نوم سمندري طوفان د سږکال د توپانونو په جمله کې چې فیلېپین ېې ځپلی دی تر ټولو زور ور دی او په هیواد کې به د زیاتو زیانونو سبب شي خو د تیر کال په پرتلې د هې یان په نوم د طوفان برابر خطرناک او زور ور ندی.

د هې یان په نوم د تیر کال په توفان کې ټول ټال اوه زره درۍ سوه تنه مړه شول. د هې یان د طوفان نه یو کال وروسته اوس هم په زرگونو طوفان ځپلی په خیمو کې د بی کورۍ ژوند ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG