د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا فلیپین ته د افغانانو د لنډمهاله میشت کولو د پروګرام وړاندیز کړی


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د فلیپین د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه به سبا جمعه،‌ د جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) د هغو زرګونو افغانانو د موقتي استوګنې پر پلان بحث وکړي چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی او په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدو لپاره په تمه دي.

په متحدو ایالتونو کې د فلیپین سفیر خوزه مانویل، نن پنجشنبې د دغه هیواد له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې، فیلیپین د تیر کال په اکتوبر میاشتې کې د متحدو ایالتونو لخوا په موقتي ډول د یو شمېر افغانانو د کوربه توب وړاندیز ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه چې د دې طرحې له مخې به هغو افغانانو ته چې د امریکا حکومت ته یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکول کېږي او په متحدو ایالتونو کې د دوی د میشتیدو غوښتنلیکونه به د فیلیپین په یو مرکز کې څېړل کېږي.

په متحدو ایالتونو کې د فیلیپین سفیر زیاته کړه: "هغه معلومات چې موږ تر اوسه ترلاسه کړي دا دي چې د دغو افغان اتباعو شمیر چې د متحدو ایالاتونو له حکومت سره یې کار کړی دي، ددوی د کورنیو د غړو سره شاوخوا پنځوس زره تنه دي."

د فلیپین د مشرانو جرګې د جمعې ورځ له ناستې څخه داسې معلومیږي‌ چې د بهرنیو اړیکو کمیټه به په فلیپین کې د افغان غوښتونکو لپاره د "موقتي استوګنې وړاندیز" په اړه بحث وکړي.

په همدې حال کې د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت د دې پلان په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د فلیپین په پلازمینه مانیلا کې د امریکا د سفارت ویاند خبریالانو ته وویل: "موږ په روانو ډپلوماټیکو خبرو تبصره نه کوو." خو نوموړي په ورته وخت کې دا ومنله چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغان همکارانو د بیا میشت کیدو او ځای بدلولو لپاره پخپلې هغې ژمنې ولاړ دی چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې کړې وه.

د امریکا متحدو ایالتونو او متحدین یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل ترڅو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړه، خو سپینه ماڼۍ وایي چې لا هم د افغانستان د متحدینو د ایستلو لړۍ روانه ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې "موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده".

هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه، "موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی".

خو په همدې حال کې په زرګونه افغانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې د خپل بیا میشتیدو غوښتنلیکونو د پروسس لپاره شیبې شمېري.

له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

په ورته وخت کې طالبانو ویلي چې هغو کسانو ته به زیان ونه رسوي چې له بهرنیو ځواکونو او یا پخواني حکومت سره همکاري یې کړې وي. دغې ډلې له هغو کسانو چې افغانستانه وتلي دي هم وغوښتل چې هېواد ته راوګرځي او د بیارغونې په برخه کې دي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG