د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د حکومت او طالبانو تر منځ د جګړو له کبله زرګونه خلک بې کوره شوي. ډیری دې کسانو په کابل کې پنا اخیستې او ځیني نور یې بیا هڅه کوي چې ګاونډیو هیوادونو ته ولاړ شي.
د اوونۍ غوره انځورونه
۱
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همکارۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له کبله شاوخوا ۳۹۰ زره کسان بې کوره شوي.
۲
بې ځایه شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
۳
ډیری بې ځایه شوي خلک د کابل د نوي ښار په پارک کې پداسې حال کې پراته دي چې د سرپنا لپاره هیڅ هم نلري.
۴
د افغانستان د طبیعې پېښو سره د مبارزې اداره وایي چې په تیرو ۲ میاشتو کې په ۲۵ ولایتونو کې څه باندې ۶۰ زره کورنۍ مجبوره شوي چې خپې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.