په اوکراین د روسیې د احتمالي برید په غبرګون کې د ملکیانو چمتوالی ، په سریلانکا کې د بودا د ورځې نمانځنه او په لبنان کې د اوبو لاندې غوټې وهل د دې اوونۍ په غوره انځورونو کې وینئ.
د اوونۍ غوره انځورونه

۱
پداسې حال کې چې په اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په هکله اندیښنه ډیره شوې، ځینو ملکیانو د وسلو زده کول پیل کړي چې د جګړې پر وخت د ځان دفاع وکړي.

۲
د ترکیې د استانبول په ښار کې د سلیمانیه جومات او د روسیې یو اوبتل وینئ. دا اوبتل تورې بحیرې ته روان دی.

۳
د کراچۍ په ښار کې خلک په دودیزه توګه کبان وچوي او بیا یې بازار ته د پلور لپاره وړي.

۴
د هند د الله آباد په ښار کې یوه زرغونه سیمه.