د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین کړکېچ؛ روسیې اتومي وړتیا لرونکي توغندي آزمایلي


د روسیې او بیلاروس د ګډو نظامي تمریناتو یوه برخه.
د روسیې او بیلاروس د ګډو نظامي تمریناتو یوه برخه.

روسیې نن شنبه فبروري ۱۹ (سلواغې۳۰) پداسې حال کې اتومي وړتیا لرونکي بالاستیک توغندي او کروز توغندي وازمایل چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د نظامي تمریناتو ننداره کوله.

د روسیې په تلویزیون کې ښاغلی پوتین ښودل کیده چې د بیلاروس د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشنکو سره څنګ پر څنګ د یو واړه میز خوا ته ناست دی او د څو تلویزیونو په پردو د دواړو هیوادونو ګډ نظامي تمرینات ګوري.

پدې تمریناتو کې نظامي قوماندانو د غږ څخه چټک د (Hypersonic) کروز توغندي او په اتومي ځواک سمبال نوي جوړي شوي بالاستیک توغندي وازمایل.

کرملین د دې نظامي عملیاتو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټولو توغندیو خپل اهداف ویشتلي او دا چې پدې تمریناتو کې د (Tu-95) بم غورځونکو جنګي الوتکو او اوبتلونو کې هم برخه درلوده.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې پدې تمریناتو کې د بحري ځواکونو تر څنګ د وسله والو ځواکونو ټولو څانګو برخه درلوده چې د ستراتیژیکو توغندیو ځواک او په اتومي وسلو سمبال اوبتلونه هم پکې و.

متحده ایالات ټینګار کوي دا چې روسیې د اوکراین سره په ګډې پولې کې شاوخوا ۱۵۰ زره سرتیري او نظامي وسایل ځای پر ځای کړي، مسکو وار د مخه پخپل ګاونډي هیواد د یرغل پلان جوړ کړی.

متحده ایالات دا خبرداری پداسې حال کې ورکوي چې روسیې خپل شاوخوا ۳۰ زره سرتیري بیلاروس ته د ګډو نظامي تمریناتو لپاره لیږلي چې ټاکل شوې سبا د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیږي.

سره لدې چې مسکو ویلي دا سرتیري به د نظامي تمریناتو څخه وروسته خپلو بارکونو ته ستانه شي خو د امریکا استخباراتي ادارې اندیښنه لري چې دا سرتیري به ښایي په اوکراین په یرغل کې برخه واخلي.

روسیه پداسې حال کې د بیلاروس سره ګډ نظامي تمرینات کوي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي جرمني ته د غربي هیوادونو د ملاتړ د جلب کولو لپاره تللی.

سره لدې چې کرملین ټینګار کوي په ګاونډي هیواد د برید پلان نلري خو په عین وخت کې یې د کړکیچ د کمولو لپاره هم کوم پلان ندی ښودلی. د روسیې دولتي مطبوعات په اوکراین تور لګوي چې د دې هیواد په ختیځ کې په هغو بیلتون غوښتونکو یاغیانو د برید کولو پلان لري چې روسیه یې تر شا ولاړه ده.

پدې سیمه کې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د بیلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ وخت جګړه روانه ده او تازه د توغندیو په یو برید کې د اوکراین یو سرتیری هم وژل شوی.

د متحده ایالاتو جدي او پرله پسې خبرداریو او د اوکراین په ختیځ کې د هغو سیمو څخه د ملیکانو ایستل چې د یاغیانو په لاس کې دي، په اروپا کې د یوې سترې نظامي جګړې امکان ډیر کړی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ په تازه خبرداري کې وویل چې یقین لري د روسیې جمهور رئیس په اوکراین د یرغل لپاره چمتوالی نیولی او ښایي دا برید په راتلونکو څو ورځو کې وشي او د دې هیواد پایتخت کیف به هم په نښه شي.

XS
SM
MD
LG