د ښځو د حقونو فعالې، بنفشې یعقوبي ته د زړورې میرمنې جایزې ورکولو څخه په بنګله دیش کې د ښځو ورځني ژوند ننګونو او په ټوله نړۍ کې د جنسیت پر اساس د تبعیض له منځه وړلو لپاره د میرمنو د لاریونونو عکسونه په دې ټولګه کې کتلی شئ.
ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت
۱
بنفشې یعقوبي، د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې په سپینه ماڼۍ کې د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه ترلاسه کړه.
۲
د ښځو د حقونو ایرانۍ فعاله فریبا بلوچ د هغو ۱۳ کاندیدانو په ډله کې وه چې د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه یې وګټله.
۳
د کینیا په ښځینه زندان کې له ښځو سره د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځغونډه
۴
د بنګله دیش په کلیوالو سیمو کې ښځې د کوچنیو پورونو په اخیستلو او د کار پیدا کولو له لارې د کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلي.