روسیې د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې نیټې (کب۵) په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ چې د دویم نړیوال جنګ راهیسې په اروپا کې د یو هیواد لخوا په بل هیواد تر ټولو ستره حمله ده. د دې اوونۍ په غوره انځورونو کې په اوکراین کې د جګړې پر وخت د خلکو وضعیت وینئ.
د اوونۍ غوره انځورونه
۵
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په اوکراین کې په هوایي بریدونو کې یې د ۱۱ نظامي هوایي ډګرونو په ګډون ۷۰ اهداف له منځه وړي.
۶
په اوکراین کې چارواکي وایي چې روسي ځواکونو د ملکیانو د اوسیدو په ځایونو بریدونه کړي.
۷
د امریکا یو مشهور فلم جوړونکی شان پن اوکراین ته تللی چې پدې هیواد د روسیې د یرغل په هکله مستند فلم جوړ کړي.
۸
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) ویلي چې په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته پدې هیواد کې د خلکو وضعیت خراب شوي او د ګاونډیو هیوادونو څخه یې غوښتي چې د اوکراین ولس ته دې پنا ورکړي.