د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ضد نوي درملښایي دې وبا ته ماتې ورکړي


د میرک شرکت نوي درمل
د میرک شرکت نوي درمل

د کرونا ضد نوي اختراع شوي درمل د یو کپسول یا ګولۍ بڼه لري، خو د دې ګولۍ او دا ډول نورو ګولیو د کشف نه په داسې حال کې خلک بې خبره پاتې دي چې د سپینې مانۍ په وینا تر اوسه په امریکا کې د کوویډ۱۹ له وجې څه دپاسه ۷۰۰زره کسان مړه شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وایي: " د مړینې دا ارقام یوه زړه بوږنونکې او ویرونکې شمیره ده."

خو اوس، د کرونا ضد ګولۍ یوه نوې هیله راژوندۍ کړې ده. د میرک شرکت چې دغه کپسول یې تولید کړی، وايي دا درمل د کرونا ویروس د څو چنده کیدو مخه نیسي.

د ناروغۍ په پیل کې د دې ګولۍ خوړل، روغتون کې د ناروغانو د بستر کیدو او د مړېنې خطر نیمایي کموي.

د ونډربیلیټ طبي پوهنتون ډاکټر ولیام شیفنر وایي: "خلک کولای شي دغه درمل هم د نورو درملو په څیر په خپلو درملتونونو کې واخلي چې باور لرو پدې سره به مونږ وکولی شو د ډیرو نورو خلکو چټکه او ارزانه، درملنه وکړو."

ډاکټر کالیب هیرننډز د ایمرجنسي خونې ډاکټر دی چې د کووید۱۹ د درملو پر کشف کې هم څیړنې کوي. ډاکټر هیرنندز وایي درې نورې ګولۍ معرفي شوي دي. -یو چې د اکسیجن اړتیا درې چنده کموي-خو د لویو فارمسي شرکتونو تر نوم لاندې ندي. ځکه چې پیسې نلري چې د خواړو او درملو د ادارې د تصویب لپاره وړاندې شي او په الماریو کې پراته دي.

ډاکټر کالیب هیرنندز زیاتوي: "زموږ حکومت د دغو څیړونو دپاره نه دی جوړ شوی چې ۵۰۰ زره ډالر ورباندې مصرف کړي. موږ په خصوصي شرکتونو تکیه کوو څو دا څیړنې د خواړو او درملو ادارې ته وړاندې کړي. او له همدې امله هغومره نوښت نه لیدل کیږي څومره چې باید ولیدل شي. "

کارپوهان اندیښنه لري چې امریکایان به پدې نوې ګولۍ ډیر تکیه وکړي او د واکسینونو څخه به مخنیوی وکړي چې بدن د کروناویرس په وړاندې غښتلی کوي.

هیرننډز د خپل د هغه همکار ډاکتر یادونه وکړه چې خپل مسلک نه یې ځکه استعفا وکرله چې له کووید۱۹ نه ډیر ستړی شوی و.

هغه وایي: "موږ له نږدې دوو کلونو راهیسې هره ورځ ګورو چې خلک زمونږ مخ ته مړه کیږي، او زه فکر کوم دا ډیره ګرانه ده چې خلک په ټولنه کې درباندې باور ونکړي. دوی فکر کوي چې مونږ د یوې دسیسې برخه یو یا مبالغه کوو او شیان جوړو، او بیا کار ته ځو او د خلکو د مړینې اعلان کوو."

د درملو میرک شرکت پلان لري چې د دغو درملو د بیړني کارولو لپاره تائید ترلاسه کړي چې شاوخوا دوه میاشتې وخت به ونیسي.

XS
SM
MD
LG