د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د ودونو په پلمه د پاکستانيو نجونو د پلور لانجه


قاچاقبرام بېوزله پاکستانۍ نجونې چین ته وړي
قاچاقبرام بېوزله پاکستانۍ نجونې چین ته وړي

په پاکستان کې حکومت د ځينو کسانو په نیولو سره کوښښ کوي چې د قاچاق هغه شبکه پیدا کړي چې میرمنې د پېسو په بدل کې د واده په پلمه پر چینايي سړیو پلوري.

په وروستیو اوونیو کې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې لسګونه چینايي اتباع او د هغوي مېرمنې د چاپو په ترڅ کې نېولي دي.

د امنيتي مامورینو په قول، حکومتي چارواکو پولیسو ته امر کړی چې ددغو شبکو په اړه چوپه خوله پاتې شي ځکه چې له بیجینګ سره د اسلام آباد د اقتصادي اړیکو د ترینګلتیا وېره شته.

د اسوشېټېډ خبري آژانس له اوو انجونو سره خبري کړي دي. دغه انجونې په زور له چینايي سړیو سره واده ته مجبورې شوي دي. څلور تنه یې اوس هم په چین کې دي.

ټولې انجونې وایې چې مېړونو یې د جنسي تیري لپاره په نورو سړیو وسپارلې.

د اسوشېټېډ خبري آژانس د قربانیانو نومونه نه ښکاره کوي خو نتاشې مافقه وکړه چې نوم یې ولیکل شي. هغې له نورو انجونو غوښتي چې غږ پورته کړي.

د نتاشې مور د مرستې لپاره کلیسا ته ودانګله.

د سیمې یوه اوسېدونکي فاروق مسیح د نتاشې د ژغورولو لپاره د سړیو یوه ډله جوړه کړه. یو کس د مشتري په جامه کې چین ته لاړ چې له نتاشې سره وېده شي. برعکس دغه کس پاکستان ته د نتاشې د راتلو زمینه برابره کړه.

سومیرا وایې تېر کال په زوره واده ته مجبوره شوه او دلالانو یې وروڼو ته پېسې ورکړې وي.

فعالان وایې چې څه ناڅه زر پاکستانۍ انجونې او مېرمنې چینايي سړیو ته واده شوي دي.

XS
SM
MD
LG