د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات ولایت کې د ګوزڼ یو مثبته پېښه پیدا شوې


د هرات په ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ یوه مثبته پېښه پیدا شوې، چې دا په روان میلادی کال کې د افغانستان په کچه د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ شپږمه پېښه ده.

د هرات ولایت د روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر کبیر آصف امریکا غږ ته وویل " دا پېښه د شینډنډ په ولسوالۍ کې پیدا شوې ده، چې قرباني یي یوه دولس میاشتنې انجلې ده"

نوموړي زیاته کړه " په خواشینۍ سره ، ددې پېښې له خبر وروسته مونږ سیمې ته یو ټیم ولیږه او د بدن له نمونې اخیستو وروسته پوه شو ، چې په شینډنډ ولسوالۍ کې د ګوزڼ پېښه شته ده او اوس ددغې ماشومې د اخته کیدو په لامل څېړنه کوو ، چې ایا دغې ماشومې د پولیو واکسین شوې و که نه"

په ورته وخت کې د شینډنډ ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي چې هرات ښار ته راځي وایي دوی نه یوازې له خراب امینتي وضیعت څخه بلکې د روغتیايي خدمتونو د نه شتون له امله هم شکایت لري .د شینډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی حمیدالله پدې خبر ندی چې په سیمه کې یي د ګوزڼ ناروغۍ موجوده ده .

" له یو لوري په جګړو کې وژل کیږو، هغه که د طالبانو یا هم د دولت له لوري وي . بل لوري ته له دا ډول ناروغیو زیانمن کیږو ، مونږ نه پوهیږو چې څه وکړو . لږ تر لږه خو باید دا ډول ناروغۍ له مینځه یوړل شي ،چې له دې اړخ خو راته ضرر و نه رسیږي"

په هرات کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دغې پېښې نه یوازي روغتیايي مسولین اندښمن کړي بلکې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونود ادارې چارواکي یي هم دې ته اړ کړل، چې یاد ولایت ته سفر وکړي او ددغېپېښې په اړه د سیمې له روغتیايي مسولینو سره بیړنۍ غونډه تر سره کړي .

د هرات د ولایتي شورا غړی حبیب الرحمان پدرام بیا زیاتوي، چې کیدای شي پدې ولایت کې د پولیو یاد ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاتې وي .

" دا یوه پېښه ده چې دوی پرې خبر شوي ، خو شک لرم چې دلته به د پولیو ډیرې پېښې موجودې وي چې روغتیایي مسولین ترینه خبر ندي . مسولینو باید له پېښې د مخهد مخ نیوي چارې لټولی وای ، خو اوس دې هم دغهپدیده جدي په پام کې ونیسي "

دا په روان ۲۰۱۵ میلاديکال کې د هلمند او فراه ولایتونو وروستهد پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ شپږمه پېښه ده، چې په افغانستان کېلیدل کیږي. خو روغتیایي مسولین پدې باور دي، که عام وګړي د پولیو ویروس پهمخ نیویله دوی سره همکاري ونکړي د هرات دا پر نفوسه ولایت به پدې برخې کې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG