د لاس رسي وړ اتصالات

انتونیو گوتیرز: نړۍ واله تودوخه یوه ستره نړۍ واله ستونزه ده


 انتونیزو گوتیرز د هوادبدلون په ٢۴- مه نړۍ واله غونډه کې په پولنډ کې وینا کې وینا کوي؛ ډیسېمبر ٣- مه ٢٠١٨ م کال
انتونیزو گوتیرز د هوادبدلون په ٢۴- مه نړۍ واله غونډه کې په پولنډ کې وینا کې وینا کوي؛ ډیسېمبر ٣- مه ٢٠١٨ م کال

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتیرز نن ددوشبی په ورځ په پولنډ کې وویل نړۍ واله تودوخه یوه ستره ستونزه ده او پکارده د پاریس د ٢٠١٥ کال د موافقو پر اهدافو عمل وشي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتیرز د هوا د بدلون په نړۍ واله غونډه کې د نړۍ پر دوو سوو هېوادونو غږ وکړ چې د پاریس د ٢٠١٥ کال د تړون پر موافقو په ټینگه عمل وکړي.

د پاریس د موافقی گډونوالو ژمنه کړې وه چې د شنه کور گازونه کم کړي او د نړۍ په تودوخه کې تر ٢٠٣٠ پورې دسانتي گراد په مېچ دوه درجې کمښت راولی.

گوتیرز وویل ددې کار لپاره زه د پاریس د مهمی موافقی شاملو غړیو ته دا یادونه کوم چی د پاریس موافقې داهدافو دترسره کولو لپارهوروستۍ نیټې تاسې په خپله ټاکلې وې، نو دا ډیره مهمه ده چی عمل پرې وکړئ.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ دې کنفرانس ته نه ورځي. ښاغلی ټرمپ وايی دی د هوا د بدلون ترشا ساینس باندې باور نلري. هغه امریکا د پاریس د ٢٠١٥ کال له هغې موافقې نه وایستله چې د کاربن د کمښت او محدودیت لپاره جوړه شوې وه.

د یکشنبی په ورځ په لسهاو زرو کسانو په بروکسل کې د هوا دبدلون له کنفرانس نه مخکې مظاهره وکړله. د هوا د بدلون کنفرانس په پولنډ کې کېږی او پر نړۍ واله ټولنه غږ کو چی د هوا د بدلون خلاف مبارزه کې سره لاسونه یوکړي.

له بل پلوه په فرانسه کې د ولسمشر ایمانویل مکرون د پالیسیو خلاف له تاو تریخوالی نه ډکی مظاهرې وشوې. له پولیسو سره په اخ و ډب کې ٢٥٠ کسان شوبل شول او په سوونو نور توقیف شول. دمکرون حکومت غواړی د پاکی اینرژی په لور بدلون وکړي؛ خو فعلا داکار یوقیمت لري. د گازو بیه لوړه شوی او د کاربن دکمښت او محدودیت لپاره هممالیه هم لگېدلی ده.

نړۍ واله تودوخه ساینسي بنسټ لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

​یوشمیر ساینسپوهان وايي چی که په که ویتڅې کې د پاریس دهواد بدلون دکنفرانسد اهدافو په عملی کولو کې پاخه گامونه اوچت شی نوبیابه هم کافي نه وي چی د نړۍ والې تودوخی مخه ونیول شي؛ ځکه یوشمیر بهیرونه چی د تودوخی د زیاتوالی په برخه کې پیل شوي دي، هغه بیرته په نشي تنبول کېدلی.

XS
SM
MD
LG