د لاس رسي وړ اتصالات

شپږو میاشتو کې د مخدره موادو ۳۱۶ قاچاقبران نیول شوي


اکثره نیول شوي قاچاقبران په کابل، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې پولیسو نیولي دي.
اکثره نیول شوي قاچاقبران په کابل، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې پولیسو نیولي دي.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخدره موادو د ۲۵۲ قضیو په تړاو ۳۱۶ شکمن کسان نیولي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس او ویاند احمدخالد مؤحد، چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، د دغه شمیر قاچاقبرانو دوسیې، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ځانګړې څارنوالۍ او اړوندو محکمو کې تر څیړنو لاندې دي.

د ښاغلي موحد پر وینا په نیول شوو کسانو کې ۲۳ تنه دولتي کارکوونکي، ۸ تنه ښځې، څلور ایرانیان او یو پاکستانی شامل دي.

هغه وویل "د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ په یادو شپږو میاشتو کې د تحقیقاتي پړاونو له ترسره کولو وروسته، ۲۵۸ قضیې ابتدائيه محکمې ته، ۱۵۶ قضیې استیناف محکمې ته، او ۱۱۳ قضیې د عامه امنیت دیوان ته استولي دي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې دغه مرکز په دې موده کې د استیناف محکمې د ۲۷۰ قضیو، استیناف محکمې د ۱۴۹ قضیو او د امنیت عامه دیوان د ۱۰۴ قضیو په تړاو پریکړې کړي دي.

د موحد پر وینا، اکثره نیول شوي قاچاقبران په کابل، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې پولیسو نیولي دي.

ضبط شوي مخدره مواد

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د مطبوعاتو رئيس وویل، چې په دې موده کې پولیسو بیلابیل ډوله مخدره مواد او الکولي مشروبات هم کشف او ضبط کړي دي.

د ښاغلي موحد پر وینا پولیسو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټولیزه توګه څه دپاسه ۱۰۰۷ کیلوګرام هیروئين، نږدې۷۲۷۴ کیلوګرام مورفین، له ۷۵۱۷ کیلوګرامو څخه زیات اپین، څه باندې ۱۴۱۲۷ کیلوګرام چرس او له ۱۲۳۳۵ لیټرو څخه زیات الکول له قاچاقبرانو څخه نیولي دي.

هغه دغه راز وویل، چې په دې موده کې پولیسو څه دپاسه ۳۴۷۳۸ کیلوګرام کلک او نږدې ۴۸۲ لیټره اوبلن کیمیاوي مواد، چې د هیروئيونو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي، کشف او ضبط کړي دي.

د یادونې وړه ده، چې د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د هغو قاچاقبرانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت لري، چې جرم یې دروند وي او د زیاتې اندازې مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وي.

XS
SM
MD
LG