د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په جدي میاشت کې ۷۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي


د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال په جدي میاشت کې د ۵۵ قضیو په تړاو ۷۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي او یاد مرکز ته یې سپارلي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې درې ښځې، دوه دولتي کارکوونکي او یو ایرانی وګړی هم شامل دي.

هغه وویل "دغه مرکز ته په رسیدلو قضیو کې ۱۵ یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پورې اړه لري، چې فاعلینو یې په جلا قضیو کې هندوستان ته د هیروئینو د انتقال نیت درلود".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې د مخدراتو په قاچاق اکثره تورن شوي کسان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.

د هغه پر وینا، په دې موده کې د دغه مرکز ابتدائیه محکمې د مخدره موادو ۵۸ قاچاقبرانو ته، چې په کې ۱۱ دولتي کارکوونکي، ۶ ښځې او یو بهرنی شامل دي، د بند د مختلفو مودو سزا اورولې، ۲۷ تنه یې په نفیذي حبس محکوم کړي او یو تن ته یې برائت ورکړی دی.

د مخدره موادو نیول

احمدخالد مؤحد دغه راز وویل، چې په جدي میاشت کې له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۷۷ کیلوګرام هیروئين، نږدې ۴۲ کیلوګرام مورفین، شاوخوا ۷۳۰۰ کیلوګرام اپین، ۲۰۰۰ کیلوګرام چرس او ۲۳۲ لیټره الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي دي.

د هغه پر وینا، په دې موده کې ۲۳۶۶ کیلوګرام کلک او ۲.۵ لیټره اوبلن کیمیاوي مواد هم پولیسو ترلاسه کړي دي، چې پر وینا یې دغه مواد افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي او د هیروئينو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د یاد مرکز د شمیرو له مخې، د روان لمریز کال په قوس میاشت کې هم پولیسو، د مخدراتو د قاچاق د ۵۲ قضیو په تړاو د ۶۳ تورنو کسانو دوسیې د دغه مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارلې وې، چې په کې د ۳ دولتي مامورینو او ۲ ښځو دوسیې هم شاملې وې.

XS
SM
MD
LG