د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شول


FILE - Afghan Special Forces and policemen prepare for battle with the Taliban on the outskirts of Lashkar Gah, capital of Helmand, Afghanistan, Oct. 10, 2016.
FILE - Afghan Special Forces and policemen prepare for battle with the Taliban on the outskirts of Lashkar Gah, capital of Helmand, Afghanistan, Oct. 10, 2016.

د هلمند ولایتي چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو.

د هلمند والي د دفتر د خپرپاڼې له مخې، ډګروال عمرجان حقمل تېره ورځ مازیګر هغه مهال ووژل شو چې په دغه ولسوالۍ کې یې له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې برخه اخیسته.

د هلمند د والي دفتر، ډګروال حقمل یو مستعد افسر یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه کلونه د پولیسو په لیکو کې خدمت کړی و.

یاد دفتر د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د جګړې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، د هلمند د والي ویاند د امریکا غږ تماسونو ته ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، پر خپله ټویټر پاڼه ادعا کړې چې ډګروال حقمل او د هغه څلور ساتونکي د دغه ډلې د جنګیالیو په کمین کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو مالي مسئول او د دغې ډلې مهم نظامي غړی ملا رمز الله چې په زبیر مشهور و تېره ورځ مازیګر په سمنګان کې له سیمه ییزو پولیسو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزرات پخپله یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ مازیګر د طالبانو جنګیالیو د سمنګان ولایت، د دره صوف ولسوالۍ په دایکندي کلي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید وکړ.

خو د پولیسو د چارواکو په وینا، د طالبانو دغه برید مهار شو او د پولیسو له خوا په ځوابي جګړه کې د دغې ډلې مالي مسئول ملا رمز الله ووژل شو.

په ورته وخت کې د طالبانو ډلې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په ارجال سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. د کورنیو چارو وزارت که څه هم دغه بریدونه تائیدوي خو وايي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د طالبانو ۱۱ جنګیالي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر دې مهاله د دغه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG