د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د افغانستان پولیس د وظیفې نه تښتي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان حکومت د وال سټریت ژورنال رپوټ رد کړی دی چې وایي د شپږ دیرش زرو نه زیاتو پولیسو په دوه زره پنځلسم کال کې خپلې وظیفې پریښي او تښتیدلي.

خو وال ستریت ژورنال لیکلي دی چه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت هغه محرم رپوټ یی کتلی دی چې مرستندیو مقاماتو ته یې ویلی دی چې د شپږدیرشو زرو نه ډیرو پولیسو په تیر کال کې خپل وظایف پریښې دی.

د کورنیو چارو د وزارت مشاور، جنرال عبدالعزیز وردگ وایي دا شمیر ډیر زیات خو د پولیسو د وظایفو پریښودل ډیرعوامل لري. دا ډیره مهمه ده چې په هغو ولایتونو کې جنگ وی، باید پولیس په شپږو میاشتو کې تبدیل شي او تازه دم پولیسان هلته ولیږل شی.

بله مسله داده چې داسې پولیس شته چه یوه ورځ ظابط وی، په دوه دری کالونو کې ډگروالی ته رسیدلی دی، او د پولیسو داسې صاحب منصب هم شته چې اوه کاله کیږي قوماندان دی، رتبه یې نه لوړیږی ځکه چه واسطه نه لري.

please wait

No media source currently available

0:00 0:17:09 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG