د هانگ کانگ پولیسو د شنبې په ورځ (جولای ٢٧) پر هغو اعتراض کوونکو باندې اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ چې د یون لانگ په سیمه کې د مظاهرو د بندیز سره سره یې پدغه ځای کې اعتراضونه کول.
شپږ ورځې مخکې (د جولای ٢١) پدغه ځای کې یو شمیر کسانو چې هدف یې پر مظاهره کوونکو برید و، د ریل گاډي په یو تمځای کې یې پر خلکو وحشیانه حمله وکړه. په پولیسو د مظاهره کوونکو او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د نښتو د مخنیوي په خاطر پدې سیمه کې مظاهرې بندې کړې دي.
د یوین لانگ په ورانکارو ډلو تور دی چې د جولای په ٢١ امه، د تیرې یکشنبې په ورځ یی په مظاهره کی، ژورنالستان، او د پارلمان یو غړی هم وهلی دی. د حکومت د منتقدینو په وینا د هانکانگ دپاره دا مهمه وه، چې د دوي په اند ددی ترورستی پیښې مخه نیولای واې.
لاریون کوونکې د هغه قانوني لایحې سره مخالفت کوي چې له مخې د هانگ کانگ مجرمین د محاکمې لپاره چین ته استول کیدای شي. که څه هم پر دې لایحې بحث ځنډیدلی دی، خو لاریون کوونکي غواړي چې دا لایحه په بشپړ ډول لغوه شي.
د هانگ کانگ مظاهره کوونکي وایي چې چین ته د مجرمینو ورسپارل د هانگ کانگ ناپیلتوب تر پوښتنې لاندې راوړي.
اعتراض کوونکي همداشان د پولیسو لخوا د واک نه د ناوړه استفادې په هکله د ناپیلو پلټنو او د هانگ کانگ د مشرې کارې لام د گوښه کیدو غوښتنه کوي او وایي منظم دیموکراتیک اصلاحات دې رامنځ ته شي.
د بریتانیا او چین ترمنځ د تریاکو له جگړې وروسته په ١٨۴٣ کال کې هانگ کانگ د بریتانیا مستعمره شو او دغه مستعمره د ١٩٩٧ کال د جولای په میاشت کې د بریتانیا له خوا د یو لړ خاصو شرایطو په پام کې نیولو سره بیرته چین ته ورکړل شوه.