د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا پولیس وایي د ۸ کسانو مړي یې موندلي چې غوښتل د امریکا څخه کاناډا ته واوړي


پولیسو ویلي دې کسانو کوښښ کاوه چې په غیر قانوني توګه د امریکا څخه کاناډا ته واوړي.
پولیسو ویلي دې کسانو کوښښ کاوه چې په غیر قانوني توګه د امریکا څخه کاناډا ته واوړي.

په کاناډا کې چارواکو جمعه مارچ ۳۱ (کب ۱۱) ویلي د اتو کسانو مړي یې د کاناډا- امریکا سرحد سره نږدې په اوبو کې میندلي چې دوه یې ماشومان و.

پولیسو ویلې د دې کسانو مړي یې یوې چپه شوې کښتۍ سره نږدې په جبه زار کې پیدا کړي. پولیسو ویلي دې دغو کسانو کوښښ کاوه چې په غیر قانوني توګه د امریکا څخه کاناډا ته په کښتۍ کې واوړي.
پولیسو ویلي چې وژل شوي کسان د رومانیې او هند اتباع و او د یو ماشوم عمر تر درې کالونو ټیټ دی.

د دې کسانو مړي د موهاک په سیمې کې پیدا شوي چې د کاناډا د کیوبک او آنټیریو ښارونو او د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت تر منځ پرته ده.

پولیسو ویلي کومه کښتۍ چې ددې کسانو د مړیو سره نږدې پیدا شوې ډیره وړه او د باران، تند باد او ږلۍ په شان هوا کې د مقاومت کولو هیڅ توان نلري.

پولیسو ویلي چې مړي یې د عدلي طب د معایناتو لپاره لیږي چې د مړینې اصلي علت معلوم کړي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل چې دا یوه زړه ماتوونکې پیښه وه او د وژل شویو کسانو د کورنیو د غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.


په سیمه کې پولیس وایي چې په همدې سیمې کې د خلکو تګ راتګ ډیر شوی. پولیس وایي د روان میلادي کال د پیل راهیسې یوازې د همدې سیمې څخه ۴۸ کسان د کاناډا څخه امریکا او د امریکا څخه کاناډا ته اوښتي.

د دې کسانو مړي داسې مهال پیدا کیږي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د کډوالۍ یوه موافقه اعلان کړله چې له مخې به یې د هغو پناه غوښتونکو مخه ونیول شي چې په غیر قانوني توګه د کاناډا – امریکا د سرحدونو څخه تیریږي.

د موافقې له مخې دواړه هیوادونه کولی شي هغه پناه غوښتونکي بیرته وشړي چې په غیر رسمي لارو د کاناډا څخه امریکا او یا د امریکا څخه کاناډا ته اوړي.

د موافقې هدف د کاناډا سره د هغو پناه غوښتونکو په مخنیوي کې مرسته کول دي چې لومړی امریکا او یا بل هیواد ته تللي وي او بیا کاناډا ته د پنا اخیستو لپاره د غیر رسمي لارو څخه داخلیږي.

تر دې وړاندې چې د متحده ایالاتو او کاناډا تر منځ کومه موافقه شوې وه، د دواړو هیوادونو چارواکو یوازې هغه پناه غوښتونکي بیرته شړل چې د رسمي سرحدونو د لارې اوښتل خو په غیر رسمي سرحدونو په راغلیو پناه غوښتونکو نه تطبیق کیده.

XS
SM
MD
LG