د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو پاکستان کې یوه میرمن نیولې چې د پیغمبرۍ دعوا یې کوله


د بشري حقونو ادارې وایي چې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون څخه د مذهبي اقلیتونو د ځپلو لپاره ګټه اخیستل کیږي او په ځینو مواردو کې په شخصي شخړو کې هم د همدې قانون څخه خلک ګټه اخلي.
د بشري حقونو ادارې وایي چې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون څخه د مذهبي اقلیتونو د ځپلو لپاره ګټه اخیستل کیږي او په ځینو مواردو کې په شخصي شخړو کې هم د همدې قانون څخه خلک ګټه اخلي.

د پاکستان د پنجاب په ولایت کې پولیس وایي یوه مسلمانه میرمن یې نیولې چې په ټولنیزو شبکو کې په خپرې شوې ویډیو کې یې د اسلام د پیغمبرۍ دعوا کوله.

د فیصل آباد د پولیسو یو جګپوړي افسر ناصر علي رضوي ویلي دا میرمن یې وروسته تر هغه پخپل کور کې د دوو نورو کسانو سره ونیوله چې د کور مخې ته یې یوه ډله خلک راټول شوي و او غوښتل یې چې دا میرمن ووژني.

پولیسو میرمن ثناالله مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیولې چې د پاکستان د قانون له مخې که څوک پدې تور مجرم ثابت شي د مرګ سزا ورکول کیږي.

په ټولنیزو شبکو کې د دې میرمنې یوه ویډیو خپره شوې چې ټیکری یې پر سر دی. ټاکل شوې چې هغه به ژر محکمې ته وړاندې شي چې په رسمي توګه تورنه شي.

سره لدې چې پاکستان تر اوسه مقدساتو ته د سپکاوي په تور هیڅوک ندي اعدام کړي خو د دې هیواد د همدې جنجالي قانون له مخې که څوک اسلام او یا د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص ته د سپکاوي په تور مجرم ثابت شي، په ابدي حبس یا اعدام محکوم کیدلی شي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون څخه د مذهبي اقلیتونو د ځپلو لپاره ګټه اخیستل کیږي او په ځینو مواردو کې په شخصي شخړو کې هم د همدې قانون څخه خلک ګټه اخلي.

مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې یوه ډیره لویه حساسه موضوع ده، حتی نه اثبات شوي تورونه هم کولی شي خلک راوپاروي او تاوتریخوالي رامنځ‌ ته کړي.

په اکثریت مواردو کې مسلمانانو په نورو مسلمانانو تور لګولی خو د بشري حقونو مدافعینو خبرداری ورکړی چې مذهبي اقلیتونه په خاص ډول عیسویان ډیری وختونه په داسې قضیو کې ښکیل شوي دي.

په پاکستان کې د عدالت او سولې په نامه د بشري حقونو او حقوقي مرستې د ملي کمیسیون په وینا، په تیرو ۲۰ کلونو کې ۷۷۴ مسلمانان او ۷۶۰ د نورو مختلفو مذهبي ډلو غړي مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي دي.

XS
SM
MD
LG