د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز پر امنیه قوماندانۍ ډله ایز برید پای ته ورسید


په دغه برید کې دوه عام وګړي هم ټپیان شوي دي
په دغه برید کې دوه عام وګړي هم ټپیان شوي دي

نن سهار پنځه تنه ځانمرګي چې د پولیسو یونیفورم يې پر ځان و، د کندوز پر نوی امنیه قوماندانۍ يې برید وکړ، چې په نتیجه کې يې یو پولیس ټپي شوی، او برید کوونکي له شلو دقیقو جګړې وروسته وژل شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالصبور نصرتي خبریالانو ته وویل چې پنځه تنه وسله وال چې د پولیسو یونیفورم يې پر ځان و، لومړي يې د نوی قوماندانۍ د ودانۍ په دروازه کې په ځان پورې تړلي مواد وچول.

هغه زیاته کړه چې له ځانمرګي برید وروسته یې درې نور ملګري د قوماندانۍ ودانۍ ته د ننوتلو پر وخت د پولیسو له خوا ووژل شول.

نصرتي وايې چې پنځم ځانمرګی چې د قوماندانۍ د باندې په یوه کرولا موټر کې ناست و او موټر یې له چاودیدونکو موادو ډک و، موټر ته يې چاودنه ورکړه، هغه زیاتوي چې د ځانمرګو دغه برید ټولې شل دقیقې دوام وکړ چې په نیتجه کې یې یو تن پولیس ټپي شوی دی.

د برید په ځای کې له یو تن پولیس پرته دوه تنه هغه عام وګړي هم ټپیان شوي وو، چې د امنیې قوماندانۍ ودانۍ ته د خپلو کارونو په خاطر ورغلي وو، او یو شمیر هغه ملکي وګړي ښځې او نارینه چې د قوماندانۍ په ودانۍ کې بند وو، لاسونه يې پورته وو او کتار له قوماندانۍ څخه د پولیسو په مرسته راوویستل شول.

په کندوز کې مخکې تر دې هم پر ځینو نظامي تاسیساتو ځانمرګي بریدونه شوي وو، خو جګړه يې تر ساعتونو ساعتونو اووږده شوې وه، دا لومړی هجومي انتحاري برید و چې په شلو دقیقو کې پنځه واړه ځانمرګي وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG