د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په شین چای کې مخلوط شوي هیروئین نیولي


د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې سرحدي پولیسو د کندهار په هوايي ډګر کې یو کس له څه باندې لس کیلو وچ شین چای سره نیولی دی.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئیس او ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ اشنا ته وویل، نیول شوي کس په ماهرانه توګه په چای کې دوه کیلو او ۷۵۸ کیلوګرامه هیروئین ګډ کړي وو او په یوه کڅوړه کې یې هندوستان ته د قاچاق کولو نیت درلود.

هغه وویل "د لابراتوار د موظفینو د موندنو پر بنسټ، د جلا کولو د عملیې په نتیجه کې له لس کیلو او ۳۶۰ ګرامه وچ مخلوط شويشین چای څخه دوه کیلو او ۷۵۸ ګرامه خالص هیروئین، له ۱۳۴ ګرامو څخه زیات شین رنګ، له ۲۰۲ سي سي څخه زیاتې اوبه او اوه کیلو او ۲۲۱ ګرامه شین خالص چای لاس ته راغلی دی".

د احمد خالد پر وینا دا په افغانستان کې لومړی ځل دی، چې د مخدره موادو قاچاقبران له دغه تخنیک څخه په استفادې د مخدراتو د قاچاق پر مهال نیول کیږي.

د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د لابراتو مدیر داکتر خالد نبي‌زاده وايي، چې په چای کې د هیروئیونو د ځای پر ځای کولو دغه بڼه، د مخدره موادو د انتقال لپاره د قاچاقبرانو خورا نوی تخنیک دی.

هغه زیاتوي "چای د بوی او یا د مخالفو عناصرو په ځانګړي ډول مخدره موادو د عطر د خنثی کولو خاصیت لري، په همدې سبب قاچاقبران د مخدره موادو د انتقال لپاره له دغه نوي تخنیک څخه استفاده کړې ده".

د داکتر نبي‌زاده پر وینا، پخوا یې په لابراتوار کې د کالیو، کاوبای پطلونونو او د سینګار له وسایلو څخه ګډ شوي هیروئین جلا کړي، خو دا لومړی ځل دی، چې له وچ شین چای سره د ګډ شويو هیروئینو د جلا کولو تجربه کوي.

د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د شمیرو له مخې، د روان لمریز کال له پیل څخه د چنګاښ تر پایه پورې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د ۸۱ قضیو په تړاو ۱۰۶ تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

دغو کسانو غوښتل چې مخدره مواد بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول هندوستان ته قاچاق کړي.

XS
SM
MD
LG