د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د آسترالیا پوځ د بدچلند راپور او د اې بي سي پر دفتر چاپه


د اې بي سي تلویزو چارواکو دا چاپه خواشینوونکې بللې ده
د اې بي سي تلویزو چارواکو دا چاپه خواشینوونکې بللې ده

پولیسو د آسترالیا د سډني په ښار کې د اې بي سي تلویزون پر دفتر د محرمو اطلاعاتو د افشا کېدو په شک چاپه وهلې ده.

د دغه تلویزون ادارې ویلي دي چې پر دفتر یې د چاپې علت په افغانستان کې د آسترالیايي ځواکونو د بد چلند په اړه یو خپور شوی راپور و. اې بي سي په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د آسترالیايي ځواکونو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو او بد چلند په اړه یو راپور خپور کړی و.

دا په تېرو دوو ورځو کې د رسنیو پر دفترونو د آسترالیا د پولیسو دویمه چاپه ده چې وهل کیږي. تر دغې پېښې یوه ورځ مخکې د یوې بلې رسنۍ د ایډیټر پر کور هم پولیسو چاپه وهلې وه، خو چارواکي وايي چې دا دوې پېښې سره جلا دي.

د اې بي سي تلویزون مدیر ډیویډ انډرسن ویلي دي چې د پولیسوچاپې د معمول خلاف کار دی. هغه وویل "دا یو جدي تغیر دی چې د رسنیو د آزادۍ او د ملي او دفاعي مسایلو په اړه د پلټنو په برخه کې مشروعې اندېښنې پیدا کړي دي."

د دغه تلویزون چارواکي وایي چې د پولیسو د څېړنې او تفتیش هدف هغه درې کارکوونکي یې وو چې په افغانستان کې یې د آسترالیايي ځواکونو د بد چلند په اړه یې راپور لیکلی و.

د اې بي سي چارواکي وايي چې پولیسو د دغو خبریالانو یادښتونو، ایمیلونو او نورو اړوندو مسایلو ته لاسرسی غوښتل.

ددغه تلویزون یو ایډیټر جان لیون په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د پولیسو د چاپې ورځ د هغوی لپاره یوه غمژنه او په خبره یې د داسې یو هېواد لپاره چې کلونه یې د بیان د ازادۍ درناوی کړی، خطرناکه ورځ وه.

آسترالیا د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته د ناټو په چوکاټ کې زرګونه سرتېري افغانستان ته واستول.

XS
SM
MD
LG