د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو پولیس پیغمبر ته په سپکاوي تورن شخص وژلی


په پاکستان کې اسلامي ته سپکاوي ډیره حساسه موضوع ده او مجرم شخص ته د مرګ سزا ورکول کیږي.
په پاکستان کې اسلامي ته سپکاوي ډیره حساسه موضوع ده او مجرم شخص ته د مرګ سزا ورکول کیږي.

په پاکستان کې یو پولیس هغه شخص په «ساتول» وهلی او وژلی چې په ۲۰۱۶ کال کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن شوی و خو وروسته محکمې بخښلی و.

د پولیسو یو چارواکي رانا محمد اشرف د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې پولیس عبدالقادر تیره ورځ د لاهور ښار د رحیم یار خان په سیمه کې په وقاس احمد د ساتول وار کړی او وژلی یې دی.

ښاغلي اشرف ویلي چې دې پولیس د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا چې وقاس احمد د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن شوی و، د هغه د وژلو پلان یې درلود.

د پولیسو یو ویاند احمد نواز بیا ویلي چې په برید کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورن شخص ورور هم په برید کې ټپي شوي او قاتل پخپله خوښه ځان پولیسو ته سپارلی.

قاتل او مقتول دواړه د یو کلي اوسیدونکي او یو ټبر دي. پولیس همدارنګه وایي غواړي معلومه کړي چې آیا دوي د یو بل سره شخصي بدي درلوده که نه.

په پاکستان کې اسلام ته سپکاوی ډیره حساسه موضوع بلل کیږي. په قانون کې هغوي چې پدې تور مجرم وبلل شي، د مرګ سزا ورکول کیږي.

خو انتقاد کوونکي بیا وایي چې دا قانون په غیرې متناسبه توګه په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو په خلاف کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG