د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي


دا د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو درېیمه مثبته پيښه ده، چې ثبت کیږي.
دا د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو درېیمه مثبته پيښه ده، چې ثبت کیږي.

روغتیایې چارواکي وایي، د ماشومانو د ګوزڼ دا دوه پېښې، یوه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ او بله پېښه يې بیا پهنا امنه ولسوالۍ شاه ولیکوټ کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ آشنا رادیو ته وويل، چې د پولیو ویروس اوسنی حالت د ډيري اندېښنې وړدی.

هغه زیاته کړه، چې په شاه ولیکوټ کې تېر میلادي کال همد ګوزڼ ۵ مثبې پېښې شوې چې یوه یې په سپین بولدک وه.

هغه وویل" په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د چنارتو د سیمې ۲۰ میاشتنی ماشومه انجلۍ چې هیڅ ډول واکسین يې ندی اخیتسی، بل پوليو وهلې ماشوم ۳۱ میاشتنی هلک د سپین بولدک ولسوالۍ د میرګان کوڅې اوسیدونکی دی".

د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وایي، که چېر د پوليو د مخ نیوي په برخه کې ټولې خواوې هر اړخیزه مرسته ونکړي دا ستونزه نور ګواښ هم رامنځ ته کوي.

بل خواته په افغانستان کې د پوليو پرضد د مبارزې ګډ پروګرام هم د د دغې ناروغۍ په اړه اندیښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د نوي میلادي کال په پيل کې د ګوزڼ د پېښو زیات‌والی تر بل هر وخت اندېښنې ډيرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پوليو یوه پېښه د سل ګونو نورو ماشومانو لپاره ګواښ رامنځ ته کوي.

ده وویل"د پولیو ویروس شتون شته او د ماشومانو د معافیت ټیټ والی د ناروغی د لا خپریدو چانس ډیره وي، موږ بیاهم پر دې ټينګار کوو چې هر تر هر وروستي ماشوم پوري باید د پولیو ضد واکسین ورسول شي او پدې کې د ټولو خواوو همکاري اړینه ده".

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر دریو ته ورسید، چې یوه په ننګرهار او دوه په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

روغتیايي چارواکې اندېښنه ښيي چې د کال په لمړی میاشت کې د پولیو د ۳ مثتبو پېښو را منځته کیدل په دغه ولایت کې د ګوزڼ د ناروغی د شتون لوړی خطر څرګنده وي او د مخ نیوي لپاره يې ګډو هڅو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG