د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولیو اتمه پيښه ثبت شوې


د افغانستان د عامې روغتیتایي وزارت وایي، چې په کندهار کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت سلا کار هدایت الله ستانکزي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې پولیو وهلې یوه ۲۴ میاشتنۍ ماشومه ده چې کورنۍ یې د کندهار ښار په شور اندام سیمه کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، دې ماشومې د پولیو واکسین د کمپاینونو پر مهال لس ځلې واکسین هم اخیستی دی، خو په دې هکله یې څیړنې روانې چې څه ډول په دې ناروغۍ اخته شوې ده.

که څه هم د سمپتمبر میاشتې له ۲۵ مې راهیسې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شوې دی، خو ښاغلي ستانکزي د دولت له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل، چې ماشومانو ته د واکسین په ښه تطبیق کې له روغتیایي کارکونکو سره همکاري وکړي.

هغه وویل" زه د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړې توګه له میندو، پلرونو، دیني عالمانو او حتا له وسله والو مخالفینو څخه هیله کوم، چې نه یوازې له دغه پروګرام سره مخالفت و نه کړي بلکې د واکسین په ښه عملي کولو کې دې همکاري وکړي، څو پولیو ویروس په دې هیواد کې له منځه ولاړ شي".

له روان ۲۰۲۸ عیسوي کال راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پيښو شمیر ۱۵ ته ورسید، چې ۸ پيښې په کندهار، ۲ پيښې په ننګرهار، ۳ پيښې په کونړ، یوه په ارزګان او یوه پيښه هم په هلمند ولایت کې را منځته شوې ده .

د روغتیایي مسئولینو په وینا، په افغانستان کې د پولیو زیاتره پيښې په هغو سیمو کې را منځته شوې چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې دي او هم په زیات شمير ماشومانو په لرو پرتو سیمو کې د نا امنیو له امله د ګوزڼ ضد څاڅکو څخه بې برخې پاتې کیږي.

روغیتایي کارکونکي وایي، چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ لپاره تر اوسه کوم درمل نه دي جوړ شوي، خو د واکسین دوه څاڅکي کولې شي ماشومان له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG