معلولیت هیڅ کله نشي کولای چې د ژوند د پرمختګونو مخه ډب کړي.محمد هاشم هغه تنکی ځوان چې د پولیو یا ګوزڼ له امله یې یوه پښه زیانمنه شوې خو اوس په خپله په کابل کې د معلولینو او معیوبینو درملنه کوي..
محمد هاشم د پولیو یا ګوزڼ د ویروس قرباني، د دې تنکي ځوان کورنۍ شل کاله وړاندې په افغانستان کې د شته ستونزو له املهپیښور ته کډه شوي وه.
دی، د کډوالۍ د ستونزو ترڅنګ د یوکلنۍ پرمهال پاکستان په پیښورکې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس ښکارکیږي.
" په افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال مونږ پیښور ته کډوال شولو، یوکلن وم چې یوه تبه راته پیدا شوې وه له یوې اونۍ وروسته راته د پښو د سست والي ستونزه پیدا شوه ، له څه مودې وروسته بیا ډاکټرانو معلومه کړه چې زه پولیو یا ګوزڼ ویروس وهلی یم"
که څه هم چې محمدهاشم له خپلې یوې معلولې پیښې څخه ډیر زوریږي خو د راتلونکي ژوند لپاره ګڼې هیلې لري.
نوموړی وایي،معلولیت د ژوند د پرمختګونو خنډ نشي کیدای ،خو په دې شرط چې معلول کس له ژونده نا امیده نشي او لوړ همت ولري.
"معلولیت باید هیڅ کله د ژوند د پرمختګونو خنډ ونه ګرځوو یو معلول کولای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي یو معلول کولای شي ريس جمهور شي ، وزیر شي او بلاخره یو معلول کولای شي داکټر شي او خلکو ته خدمت وکړي"
محمد هاشم هره ورځ له کور کلي لرې په یوه ښکلي بڼ کې د خپل ټولګي درسونه پرمخ بیایي، نوموړی له یوې ستونزې زوریږي هغه داچې په افغانستان کې ډیر خلک معلول او معیوب کس ته د روغ انسان په پرتله لږ اهیمت ورکوي.
"که یو څوک د معلولیت ښکار کیږي، کیدای شي د هغه کس په ژوند دومره ډیر اغیز ونه ولري خو ستونزه په خلکو کې ده چې هغه ته په سپکه سترګه ګوري"
محمدهاشم د فیزیتراپۍ د څانګې د دریم کال محصل دی او ترڅنګ یې د سره صلیب د اورتوپیدي په مرکزکې د معلولینو او معیوبینو درملنه هم کوي.
نوموړی په ټولو هیوادوالو غږ کوي، چې خپل ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، چې له دایمي معلولیت څخه وژغورل شي.
"زه له ټولو هیوادوالو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي پولیو یا ګوزڼ هیڅ علاج نه لري یواځې کیدای شي د واکسین له لارې یې مخه ونیول شي"
د راپورونو په اساس د پولیو یاګوزڼ د ویروس ترټولوزیات قربانیان واړه ماشومان دي. خو روغتیایي چارواکي ټینګار کوي ، ټول هغه ماشومان، چې عمرونه یې تر پنځو کالو پورې وي، باید د عامې روغتیا وزارت لخوا د پولیو یا ګوزڼ له کمپاینونو پاتې نشي او په ماشومانو کې د هرې وړې ناروغۍ د را پېښدو پرمهال سم دلاسه خپلو نږدې ورغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.