د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د رسامیو او پیغامونو له لارې د پولیو عامه پوهاوی کیږي


د خوست یو اوسېدونکي د ښار په لويديځه څنډه کې، پر يوه ديوال د رسم شوي عکس او لیکلي پیغام ننداره کوي.
د خوست یو اوسېدونکي د ښار په لويديځه څنډه کې، پر يوه ديوال د رسم شوي عکس او لیکلي پیغام ننداره کوي.

د خوست اوسېدونکي عبدالله د ښار په لويديځ څنډه کې، پر يوه ديوال د رسم شوي عکس ننداره کوله. په دې عکس کې، يو ماشوم په يوه پښه فلج ښکارېده او ځينې نور ماشومان بيا په لوبو کولو بوخت وو.

عبدالله وايي، دې او نورو رسم شوو عکسونو ته په کتو سره خلکو ته دا معلومات حاصلېږي، چې د ګوزڼ ضد واکسين څومره اهميت لري او د ماشومانو پر ښې روغتيا يې تاثيرات څه دي.

هغه وايي "دې عکس کې، چې زه وينم دا يو ماشوم شل دی او دا نور ماشومان روغ رمټ دي. دې عکس نه موږ دا پيغام اخيستلی شو، چې که ماشوم ته واکسين ور نه کړو، داسې به فلج شي لکه دې عکس کې چې فلج ښکاري."

د خوست ښار په مختلفو برخو او دغه راز يوشمېر ولسواليو ته د غځېدلو سړکونو ترڅنګ، پر ديوالونو ګڼ شمېر رسم شوي عکسونه لېدل کېږي، چې د ګوزڼ ضد واکسين اهميت په کې بيان شوی دی.

د دې ولايت اوسېدونکی انجنيرفخرالله سهېل وايي، دا ډول عامه پوهاوی د لوستو کسانو ترڅنګ، د هغو خلکو لپاره ډېر ګټور تمامېږي، چې په ليک لوست نه پوهېږي.

هغه زیاتوي "زموږ د ټولنې ډېره برخه بې سواده ده. له دې عکس څخه دوی دا پيغام اخيستلی شي چې د ګوزڼ ضد وکسين تطبيق ته متوجه واوسي. دوی د عکس په لېدو پوهېږي چې که ماشوم ته واکسين ور نه کړي، ماشوم يې فلج کېږي."

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټرګل محمدين وايي، که څه هم رسنيو د عامه پوهاوي په برخه کې، له دوی سره ډېره مرسته کړې، خو اړتيا لېدل کېږي، چې له نورو ممکنه لارو څخه هم کار واخلي.

هغه وایي، چې پر ديوالونو د رساميو له لارې د عامه پوهاوي ياد کمپاين يې، د افغانستان سيمه ييزو ارګانونو په همکارۍ پيل او هڅه کوي، چې د ولايت ټولو سيمو ته يې وغځوي.

هغه وایي "واکسين په تطبيق کې عامه پوهاوی ډېر مهم دی. نو د همدې لپاره موږ له مختلفو لارو څخه هڅه کوو چې خلک د واکسين په ګټو پوه شي او ماشومانو ته يې تطبيق کړي."

پوليو ساري او د تل لپاره معلولوونکې ناروغي ده، چې بيا تداوي نه لري.

د روغتياپالانو په وينا له دې ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره اړينه ده، چې تر پنځه کلنۍ لاندې ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين په هره دوره کې دغه واکسين تطبيق شي.

XS
SM
MD
LG