د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په ښوونځیو کې د پولیو په اړه د پوهاوي کمپاین پیل شو


د پکتیکا د پوهنې ریاست وایي، دوی د پولیو په برخه کې د اړوندو ښونځیو زده کوونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی او په روان کال کې به دغې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.

د دې ولایت د پوهني ریاست د صحي چارو کارکونکی سید شفیق الله هاشمي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، دوی د پولیو واکسین په اړه د دې ولایت د ټولو ښوونځیو امرینو ته رسمي مکتوبونه لیږلي چې د پولیو واکسین په اړه زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړي، دوی تمه لري چې له دې لارې عامه پوهاوی آن د زده کوونکو تر کورونو ورسیږي.

د ښاغلي هاشمي پر وینا، د پولیو واکسین د عامه پوهاوی په برخه کې یې زیات کار کړی او په راتلونکې کې هم ژمن دي، چې له عامې روغتیا ریاست سره ورته همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه وویل"ټولو امریتونو ته مو مکتوبونه لېږلي چې په کلیو بانډو او مکاتبو کې شاګردانو ته دا توصیه وشي ترڅو هغه ماشومان چې د واکسینن پر معیار برابر دي له واکسین څخه پاته نه شي او د فلج په نارغۍ اخته نه شي".

هاشمي زیاتوي، چې وروسته له دې به په ښوونځیو کې د پیغامونو پلې کېدل له نږدېتعقیب کړي.

د ښرنۍ ښار د علي بابا عالي لېسې یو تن استاد شامیران عادل وایې، په ټولګیو کې یې زده کوونکو ته د پولیو واکسن په اړه عامه پوهاوی ورکړی خو وایي چې دوی ته د پوهنی ریاست له لوري په دې اړه کوم خبر او پیغام نه دی ورکړل شوی او دا کار یې د خپل مسؤلیت له مخې ترسره کړی.

ده وویل"که رښتیا ووایم د پوهنې ریاست لخوا مونږ ته داسې خبر نه دی رسېدلی، ما له راډیوګانو اورېدلی یا مو اشتهارنه لیدلي نو د مسؤلست له مخې مې دا کار کړی".

بلخوا بیا د عامې روغتیا ریاست د پولیو د عاجلې څانګې امر محمد نور د دې لپاره د پوهني ریاست څخه د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه کوي چې دوی په ښوونځیو کې زیات شمیرزده کونکي لري.

محمد نور زیاته کړه، د پوهنې ریاست دې زده کوونکي وهڅوي چې د کمپاین پر مهال په رضاکارانه ډول د دوی له ټیمونو سره کار وکړي.

هغه وویل"د ټولو ریاستونو په خاص ډول د معارف له ریاست مو غوښتنه دا ده چې د مکابتو له لاري ټولو شاګردانو ته معلومات ورکړي او د واکسین پر مهال خپل ماشومان واکسین ته حاضر کړي".

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د پکتیکا په ګډون د زون په کچه د پولیو ضد کمپاین پیل شوی او تر اوسه په ښه توګه روان دی، د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې شاوخوا دوه سوه زره له پنځه کالو کم عمره ماشومانو ته به دوه څاڅکې د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

XS
SM
MD
LG