د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې آشنا راډیو د واکسین د عامه پوهاوي په برخه کې ښه رول ادا کړی


په ټولیز ډول اوسمهال افغاني ټولنه مختلف ډوله رسنيو ته لاسرسی لري، خو د احصايې له مخې زياتره افغانان په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو خلک ډېری اړين معلومات له راډيوګانو ترلاسه کوي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، چې که څه هم يو شمېر خلک د پوليو د خطر او د واکسين په اړه معلومات نه لري، خو د امریکا غږ آشنا راډيو راپورونو د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسين د تطبيق پروسه ډېره اسانه کړې ده.

هغه وویل"اشنا راډيو د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست سره د واکسينو په عامه پوهاوي او له دغه رياست سره د ټولنې د مختلفو قشرونو همکارۍ ته په هڅولو کې ډېره مرسته کړې ده‟.

د خوست اوسېدونکی نصيب الله وایي، نږدې هره ورخ د اشنا راډيو سهارنۍ او ماښامانۍ خپرونې په پوره علاقې سره اوري او له امریکا غږ آشنا راډيو نه يې د پوليو د خطر او د واکسين د اهميت په اړه ډېر معلومات حاصل کړي دي.

ده وويل"زه چې کله رسنۍ په ځانګړي ډول راډيو تعقيبوم، نو د پوليو د عامه پوهاوي په برخه کې مې ډېر څه اوريدلي دي. داسې بله سرچينه نشته چې له دې نه زيات مې بلې چېرې د پوليو د زيانونو او د مخنيوي په باره کې ډېر څه نه دي اوريدلي‟.

د امريکاغږ اشنا راډيو د تېرو دريو کلونو راهيسې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د خپلو خبريالانو په مټ د ګوزڼ ناروغۍ د خطراتو او ددې ناروغۍ ضد واکسين د اهميت په اړه مسلسل راپورونه خپروي.

مدني فعال محمدزمان نظري د ټولنې د اذهانو په روښانولو او د پوليو ضد واکسين په باره کې د رسنيو په ځانګړې توګه د امریکا غږ آشنا راډيو رول خورا مهم بولي. دی له نورو رسنيو هم د پراخ عامه پوهاوي هيله لري.

هغه وويل"په ټوله کې ټوليزې رسنۍ د عامه پوهاوي لپاره غوره وسيله ده. که چېږې موږ عامه پوهاوی کوو، نو لومړی قدم مو بايد راډيو وي، د دې لپاره چې د پوليو مخنيوی شوی وي غوره لار يې راډيو ده".

رسنۍ په ځانګړي ډول راډيو د معلوماتو په رسولو کې مخکښه وسيله بلل کېږي. د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې چې نورو مطبوعاتو ته ډېر لاس رسی نشته، خلک راډيوګانې ډېرې اوري.

XS
SM
MD
LG