د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د پوليو واکسین په اړه عامه پوهاوی زیات شوی


د پکتیکا ولایت روغتیایې چارواکي وایي، سره له دې چې په دې ولایت کې یو شمېر کورنۍ لاهم ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار کوي، خو بياهم پدې د واکسین د تطبیق په برخه کېلاسته راوړنې لري.

دوی زیاتوي، چې د رسنيو د ښه فعالیت ترڅنګ ديني عالمانو، په ښونځیو کې استادانو او صحي کارکوونکو هم خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه لازم معلومات ورکړي چې له کبله یې د خلکو عامه پوهاوی اوس تر پخوا څو برابره ښه شوی دی.

په پکتیکا کې د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل له امریکا غږ آشنا راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله يې په روان ۲۰۱۸ ميلادي کال د ګوزڼ د ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې ډېر پرمختګ کړی دی.

هغه وویل"دا چې نن مونږ دومره زیات برلاسي یو دا یقیني درته وایم چې دا د رسنیو ښه فعالیت، د علماوو، د استادانو، قومي مشرانو او زمونږ د صحي کارکوونکو د ښه کار نتېجه ده، اوس کوم ځای چې پاته شي خلک خپله زنګ وهي".

ډاکټر ولي ګل همداراز د هغو وزیرستاني کډوالو لپاره چې په کم شمير په برمل ولسوالۍ کې مېشت دي اندېښنه وښوده او د دوی لپاره یې د يو مشخص کمپ د جوړېدو غوښتنه وکړه ترڅو په اسانۍ سره وکولای شي هر ماشوم ته د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین ورسوي.

د ښرنې ښار د علي بابا عالي لېسې آمر اسدالله شېرزوی هم وایې، چې د پولیو واکسین په هکله یې زده کوونکو ته په وار وار معلومات ورکړي.

هغه زیاته کړه چې زده کوونکو ته یې د دوی له لوري د رضاکاره ټیمونو سره د مرستې سپارښتنه هم شوي ده.

ده وویل"دا معلومه خبره ده او حقیقت دی چې روغ او صحمند ماشوم کولای شي په ښه شکل درس ووايې نسبت هغه ماشوم ته ناروغ یا معیوب وي، نو ټولو پلرونو ته مې دا توصیه ده چې همېشه مو خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړئ".

دولس کلن رضوان الله د مرکز ښرنې د مقربخېلو د کلي اوسېدونکی دی، چې اوس مهال د همدې لېسې په شپږم ټولکې کې زده کړې کوي، دی د پولیو ناروغۍ داسې راپېږني:

هغه وویل"پولیو هغه ساري ناروغۍ ده چې له یوه کس څخه بل کس ته انتقالیږي او بیا هیڅ علاج نه لري، واکسین ښه شی دي چې ماشوم ته چا ورکړي خدای صحت ورکړی".

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶ مېلادي کال په اوږدو کې د ټول هیواد تر نیمایې زیاتي د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۷ پیښې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې ثبت شوې وې، خو له هغه وروسته بیا تر اوسه د هیڅ کومې مثبت پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG