د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پولیو د بېړنیو عملیاتو د مرکز بنسټ کښیښودل شو


په افغانستان کې سږکال د پولیو یا گوزڼ د شپږو پېښو څخه ۴ په کونړ کې، یوه په کندهار او یوه هم په هلمند کې درج شوي
په افغانستان کې سږکال د پولیو یا گوزڼ د شپږو پېښو څخه ۴ په کونړ کې، یوه په کندهار او یوه هم په هلمند کې درج شوي

د بیل په نامه د بیل گیټس او میلانډا ګیټس، د بنیاد په مالي لگښت په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو په موخه د بېړنیو عملیاتو د انسجام د ملي مرکز ودانۍ جوړېږي.

دغه ودانۍ په څلور سوه متره مربع ځمکه کې د عامې روغتیا وزارت څنګ ته جوړېږي، چې دوه اعشاریه شپږ میلیون امریکايي ډالر لګښت پرې راځي او ددې کال د اکتوبر تر میاشتې به یې چارې سرته ورسيږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فروز الدین فیروز په کابل کې ددغې ودانۍ د بنسټ ایښولو پر مهال وویل چې ددغه مرکز په جوړیدو به پدې بریالی شي چې د هیواد په کچه د پولیو د وژونکې ناروغۍ مخنیوی او درملنه وکړي.

ښاغلی فیروز وايي چې د هېواد په کچه د پولیو پېښې د تېر میلادي کال په پرتله د پام وړ راکمې شوي دي. هغه زیاتوي چې دغه نوې ودانۍ به په عصري او مجهزو وسایلو سمباله وي.

ښاغلي فیروز وویل "د افغان دولت تعهد دادی چې ددې کال تر وروستیو به د پولیو پېښې ودرېږي. مونږ سږ کال د افغانستان په کچه د پولیو د شپږو پېښو شاهدان یو، تېر کال دا پېښې اته ویشت وې پروسږ کال پېښې د پام وړ زیاتې وې."

په سږني کال کې د پولیو د شپږو پېښو له ډلې، څلور په کونړ، یوه په کندهار او بله د هلمند په ولایت کې ثبت شوې.

د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه دغه نوی جوړېدونکی مرکز به د ډېرو په باور وکولی شي چې په اسانۍ سره پر پولیو اخته ماشومان په نښه او د درملنې هڅې یې ګړندۍ شي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی محمد عارف کامه وال امریکا غږ ته وویل "مونږ تمه لرو چې دا مرکز وکولای شي د پولیو د مالومولو لابراتوار هم ولري څو زمونږ د پولیو د واقعاتو پلټنه په اسانۍ او لږ وخت کې وشي. اوس مهال زمونږ د پولیو کیسونه په پاکستان کې مالومېږي او باید چې دغه مرکز دلته را انتقال شي".

د بیل او میلاندا ګیټس بنیاد د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د هغه نړیوالو مرسته کونکو بنیادونو له ډلې څخه دي چې په تخنیکي او میندو او ماشوم ته په روغتیايي برخه کې کومک کوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا چې دا لومړی ځل دی چې دغه بنیاد د روغتیایي ودانۍ په جوړولو کې مرسته کوي.

د بېل او ملیندا گیتس بنیاد هغه نړیوال خیریه بنسټ دی چې د پولیو د محوه کولو لپاره یې یو اعشاریه اته میلیارد ډالره ځانگړي کړي دي او د بډائیو هیوادونو څخه غواړي چې تر ٢٠١٨ کال پورې په نړیواله کچه ددغې ناروغۍ د له منځه وړولو لپاره پنځه عشاریه پنځه میلیارد ډالره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG