د لاس رسي وړ اتصالات

٣٠٠ زره ماشومان د گوزڼ له واکسین پاته دي


د گوزڼ واکسین په تیر کمپاین کې ١٨٧ زره ماشومان د ناامنیو له کبله له واکسین پاته وو.
د گوزڼ واکسین په تیر کمپاین کې ١٨٧ زره ماشومان د ناامنیو له کبله له واکسین پاته وو.

د افغانستان په نهو ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومان تیره اوونۍ د ګوزڼ یا پولیو واکسین نه پاتي شول. د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت تیره اونۍ د پولیو ملي کمپاین پیل کړ خو وايي په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو او وسله والو ډلو د مخالفت له کبله ټولو ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې پاتي راغلي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مرستیال گلا خان ایوب د امریکا غږ ته وویل چې د واکسین څخه د پاته ماشومانو زیاته برخه په ننگرهار او کندز ولایتونو کې ده.

د هغه په وینا د کندز په ولایت کې څه د پاسه یولک او ٥٧ زره ماشومان او د ننگرهار په ولایت کې ٧٦ زره کوچنیان له واکسین څخه پاتي شوي دي.

ښاغلي ایوب وویل، کندهار، ارزگان، ننگرهار، کونړ، لغمان، نورستان، فاریاب، بدخشان او کندز هغه ولایتونه دي چې ځيني ماشومان په کې له واکسین پاته دي. هغه وویل په ځنیو سېمو کې د دولت مخالفین په څرگنده د واکسین له بهیر سره مخالفت کوي او له همدې کبله ځيني خلک خپل ماشومان نه واکسین کوي.

ښاغلی ایوب وویل د کونړ ولایت په ناری او غازي آباد او د کندز په چهاردره ولسوالیو کې د دولت د مخالفینو د مخنیوي په خاطر د پنځه کالو نه کم عمر لرونکي ماشومان په بشپړه توگه له واکسین څخه پاته شوي دي.

د گوزڼ واکسین په تیر کمپاین کې ١٨٧ زره ماشومان چې عمر یې له پنځو کالو ټیټ و، د ناامنیو له کبله له واکسین پاته وو.

ښاغلي ایوب دا هم وویل چې په دې تازه کمپاین کې په څو ځایونو کې د دوی کمپاین کوونکي گواښل شوي دي او یو شمیر واکسیناتوران د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا د یوې ورځې او یا څو ساعتونو لپاره یرغمل شوي وو.

XS
SM
MD
LG