د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د پولیو پېښې اتو ته ورسېدې


د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د پولیو اتمه پېښه د للعل پورې په ولسوالۍ کې ثبت شوې، خو په فلج اخته شوی ماشوم په پاکستان کې اوسيږي.

د عامې روغتیا ریاست کې د واکسینو د پروسې مشر ډاکټر اشرف احمدزي امریکا غږ ته وویل، چې دغه ماشوم تر اوسه بیخي واکسین نه دي اخیستی .

هغه وویل "وروستۍ پېښه په لعل پورې ولسوالۍ کې ثبت شوې ده، واکسین ورته نه دي شوي، دا ماشوم په پاکستان کې و او هم هغلته ثبت شوې ده ".

نوموړی وايي، تر اوسه په دې نه پوهېږي، چې د پاکستان په کراچۍ کې مېشت دا کوچنی ولې په افغانستان پورې تړل شوی دی "بس هلته یې ثبت کړی دی، پوښتنه یې ترې کړې،چې دکوم ځای یې ؟ ورته یې ویلي،چې دلعل پورې ولسوالۍ یم، بس هلته یې ثبت کړې ده ".

هغه وايي په پاکستان کې پېښ شوي دپولیو پېښې په افغانستان پورې نه تړل کېږي.

اوس مهال دننګرهار په کچه دپولیو اته پېښې ثبت شوي، چې څلور یې په اچین ،یوه په مومندرې،یوه په لعل پورې، یوه یې په بټي کوټ او بله یې په شېرزادو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده .

دننګرهار ولایت اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې دپولیو پېښو اندېښمن کړي او وايي په پاکستان کې ثبت شوې پېښې دې په ننګرهار نه اړول کېږي.

خالد سمیر دننګرهار ولایت اوسېدونکی دی هغه وايي: " پېښه په پاکستان کې ده ، ماشوم هم هلته ژوند کوي، نو ولې یې په پاکستان کې نه ثبتوي. "

دوی ویلي، چې دواکسینو دپروسې مشران دې په دغه مسله کې څېړنې وکړياو د حل یوه دلارې په پیدا کولو دې یاده ستونزه اواره کړي.

اوس مهال په افغانستان کې دپولیو دپېښو شمېره شپاړسو ته رسېدلې ده او روغتیايي چارواکي دپېښو ډېرېدو په اندیښمن کړې دی.

XS
SM
MD
LG