د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پولیو یوه واکسیناتوره وژل شوې


پاکستاني چارواکي وایي چې وسله والو کسانو د پولیو یوه ښځینه واکسیناتوره د افغانستان پولې ته نږدې د چمن په سیمې کې په ډزو ویشتلی او وژلې یې ده.

دا په پاکستان کې څلورم ځل دې چې په روانې اونۍ کې د پولیو د واکسین په کارکوونکو باندې حمله تر سره کیږي.

د پاکستان یو دولتي چارواکي سمیع الله آغا رویټرز خبري اژانس ته په دې اړه داسې وویل "په دغې پیښې کې د رشیدې بی بي په نوم د پولیو واکسیناتوره چې عمر یې ۲۰ کاله وو وژل شوې او یو بل همکار یې سخته ټپي شوې ده."

په دې اونۍ کې د پاکستان په شمال غرب کې د پولیسو دوه سرتیري چې د پولیسو د واکسین د ډلې امنیت یې په غاړه درلود وژل شوي و. همدراز په لاهور کې هم د پولیو د واکسین یو کارکوونکی د چاقو په ګوزار وژل شوی و.

د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د پولیو د واکسین په ضد تبلیغات کيږي او دغه پروسه د مسلمانانو د شنډولو او نسل ختمولو لپاره د غرب پروژه بلل کیږي.

خو د نړۍ بیلابیلو معتبرو نړیوالو روغتیايي سازمانونو، لکه د روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د ختمولو نړیوال ابتکار بیا د پولیو واکسین بې ضرره بللی او د دغه واکسین پر ضد ټول تبلیغات بې بنیاده ګڼي. دغه واکسین د امریکا په شمول په ډیرو پرمختللو غربي هیوادونو کې د پنځو کلونو څخه ټیټ عمر ماشومانو ته ورکول کیږي.

د دوشنبې په ورځ په پيښور کې ګڼو جوماتونو د پولیو د واکسین له وجې د ګڼو ماشومانو د بیماریدو او په ناروغیو د اخته کیدو ناسمه معلومات خپاره کړې و چې له کبله یې ګڼو هغو خلکو خپل ماشومان روغتونونو ته بیولي و چې د پولیو واکسین یې اخیستی و.

دا مهال په ټوله نړۍ کې پاکستان، افغانستان او نایجیریا یواځيني هېوادونه دي چیرته چې د پولیو پيښې لیدل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دغه بیماري ماشومان فلجوي او په ځینې وخت یې وژلی هم شي. له همدې کبله د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې په ټوله نړۍ کې د پولیو د واکسین هڅې روانې کړي.

XS
SM
MD
LG