د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په ځینو سیمو کې په سمه توګه د پولیو د واکسین غوښتنه وشوه


په ننګرهار کې سږکال دپولیو ټولې آته پېښې په پینځو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

داپینځه ولسوالۍ تر ډېره پورې ناامنې ولسوالۍ دي چې دپولیو دپېښو دپیداکېدو لامل په کې ناامني ښودل شوې ده.

دننګرهار روغتیایي چارواکي وایي چې په یادو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو او داعش ډلې دپولیو ضد واکسین دپلي کولو مخنیوی کړی دی او پولیو ځپلو ماشومانو ته دواکسینو څاڅکي نه دي وررسېدلي.

شیرزاد،اچین،بټي کوټ،مهمندره او لعلپوره هغه پینځه ولسوالۍ دي چې دپولیو دا اته پېښې په کې ثبت شوي دي.

ددغو ولسوالیو اوسېدونکي وایي چې دولت دې ددوی ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین د ورکولو بدیلې لارې ولټوي او ماشومان یې باید واکسین شي.

صداقت دننګرهار دشیرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي ددوی ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین نه دی رسېدلی ځکه دپولیو پېښه په دې ولسوالۍ کې پیداشوې ده.

"دلته دپولیو یوه پیښه پیژندل شوې ده ځکه لامل یې دادی چې دلته واکسیناتوران نه راځي،که چېرې داهمداسې دوام وکړي او واکسیناتوران دلته رانه شي نو ښایي چې تر دې ډېرې پېښې دلته رامنځته شي او دپېښو دمخنیوي لپاره باید واکسیناتوران هلته راشي او که رانه شي نو پېشې به لا ډېرې شي."

ذ بیح الله چې دننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي په دې ولسوالۍ کې دپولیو پېښه دیوه طالب پلوه کس په کور کې رامنځته شوې چې دې کس خپل ماشومان به دپولیو له واکسینه لرې ساتل.

ذبیح الله په خپله سیمه کې دواکسینو دپلي کولو غوښتونکی دی.

دی په دې تړاو وایي:

"دلته واکسین تر اوسه پورې بېخي نه دي شوي،درې کسان پولیو مرض باندې اخته دي او داپېښې دلته ثبت شوي دي دلته په اچین کې نو دولت نه مو هیله داده چې دمکاتبو دښوونکو او دجوماتونودملاامامانو هغه څوک چې په مساجدو کې دي،دهغوی په مرسته دالړۍ پیل کړي او دا دلته ښه ثابتېدای شي."

دننګرهار په ناامنو ولسوالیو کې هغو سیمو ته چې دواکسیناتورانو لاسرسی نه کېږي،دپولیو واکسین رسول اړین شوي دي .

داچې دغو سیمو ته به واکسین څه ډول ورسول شي،په اړه یې دعامې روغتیا وزارت دوقایقوي طب مشر ډاکټرنجیب الله صافی داسې وایي:

"هغه کسان چې موږه هغوی ته لاسرسی نه لرو، موږ هلته فکس ټیمونه لرو،په هغو ځایونو کې چې دهمدې ولسوالیو خلک په عامو لارو تګ راتګ لري نو په هغو سیمو کې ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي،هرڅومره ممکنه لاره موجوده وي موږ له هغې نه کار اخلو له هغې نه په استفادې سره موږ ماشومان واکسینوو."

په ننګرهار کې وسله والو طالبانو او داعیش شاوخوا دوه میاشتې وړاندې دواکسین کوونکو پرمخ تر خپلې ولکې لاندې ټولې لارې وتړلې چې له امله یې تر ۴۰۰۰۰ډېر ماشومان دپولیو له واکسینه بې برخې پاتې شول او له همدې امله په دې سیمه کې دپولیو پېښې هم ډېرې شوې.

XS
SM
MD
LG