د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې له واکسینو څخه د پاتې ماشومانو شمېره کمه شوې


دننګرهار دعامې روغتیا ریاست مرستیاله ډاکټره مقدسه معراج وايي په دا ځل د ختیځ په کچه څه د پاسه نهه سوه زره ماشومان واکسین کیږي چې لویه برخه به یې په ننګرهار کې وي.

"په ټول ختیځ زون کې به درې ورځې کمپاین وي خو په ننګرهار کې دا کمپاین څلور ورځې وي. په دې کمپاین کې به ۹۰۰ زره ۶۰۰ ماشومان واکسین شي، چې ۶۰۰زره ۲۷ سوهبه په ننګرهار کې واکسین شي"

هغه وايي که څه هم په یو شمیر ولسوالیو کې ستونزې لري، خو د تیر په پرتله یې د پاتې کیدونکو ماشومانو کچه د پام وړ راکمه کړې ده.

" داچین،هسکې مینې او کوټ په ولسوالیو کې مونږ د پولیو کمپاین په پوره توګه نه شو تر سره کولی، مګر اوس مو لاس رسي ښه شوی. مخکې کمپاین کې اتلس زره ماشومان پاتې کېدل او دا ځل مو دغه کچه دیارلس زره ته راټیټه کړې ده"

اغلې معراج وايي په یو شمېر نا امنیه سیمو کې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅې پیل کړي تر څو د پاتې کېدونکو ماشومانو د واکسین کولو لپاره حل لاره ولټوي.

واکسیناتورانو ته تر ټولو ډېر ګواښ د شینوارو په ولسوالیو کې دی، چې اوس پکې د داعش ډلې د لمنځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل شوي او ولسي خلک په تمه دي، چې په پاتې کېدونکو غرنیو او خطرناکو سیمو کې به هم د دوی ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي واکسین ور ورسوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار دحج او قاف ریاست پر دیني عالمانو غږ کړی ، چې دواکسینو په برخه کې دعامه پوهاوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د دغه ولایت دحج او قاف رییس مولوي عبد الظاهر حقاني وايي په ولسوالیو کې یې له دیني عالمانو نه په دغه برخه کې مرسته غوښتلې ده.

نوموړي وویل: " دا د دیني عالمانو مسولیت دی چې دا غږ ټولو خلکو د منابرو له لارې ورسوي تر څو هغه ماشومان چې عمرونه یې دپنځو کالو څخه کم وي واکسین شي"

له تېرو څو میاشتو راهیسې په ننګرهار کې د نا امنۍ له کبله په ډېرو سیمو کې تر شپته زرو پورته ماشومان له واکسینو محروم پاتې کېدل خو اوس په دغه برخه کې روانو هڅو یوه پایله ورکړې ده.

په ګاونډي ولایت کونړ کې هم دواکسینو په هر کمپاین کې لږ تر لږه څوارلس زره ماشومان د نا امنۍ او ذاتي مخالفتونو په وجهه پاتې کېږي،خو چارواکي وايي ددغې مسلې دیوه دایمي حل په لټه دي.

XS
SM
MD
LG